تازه خبرونه

ولسي جرګې په خپله لومړۍ غونډه کې د هېواد امنيتي حالات د اندېښنې وړ وبلل

Published

on

(Last Updated On: لړم ۳, ۱۴۰۱)

ولسي جرګې د اوړي له رخصتۍ وروسته په خپله لومړنۍ غونډه کې د هېواد په امنیتي حالاتو اندېښنه وښوده. د ولسي جرګې رییس وویل، هغه هېوادونه چې د افغانستان امنیت ته ژمن وو، اوس یوازې د حالاتو ننداره کوي.

د ولسي جرګې په دغه غونډه کې له هېواد څخه په ډله ییزه توګه د ځوانانو د تېښتې او په ځانګړې توګه د ننګرهار په ځينو سیمو کې د داعش د فعالیت په هکله د جرګې یو شمېر غړو ژوره اندېښنه وښوده او په حکومت یې غږ وکړ چې د داعش په خلاف جدي ګامونه واخلي.

د ولسي جرګې د شپاړسمې دورې د پنځم کال د غونډو بهیر د اوړي له پنځه څلوېښت ورځنيو رخصتیو وروسته د دوشنبې په ورځ پیل شو. د ولسي جرګې غړو د افغانستان امنیتي، اقتصادي او ټولنیز حالات کړکېچن وبلل. دوی روان کړکېچ د نړیوالو د دسیسو زېږنده ګڼي او وايي چې نړیوال سازمانونه په افغانستان کې د وینو د تويېدو ننداره کوي.

د ولسي جرګې رييس عبدالرووف ابراهیمي وايي: «جګړې د هېواد اقتصادي او ټولنیز بنسټونه له منځه وړي دي، بېکاري او بې وزلي له هېواد څخه د ځوانانو د ډله يیزې تېښتې لامل شوي. امنیتی او اقتصادي مسایلو ته ژمن هېوادونه هم یوازې د افغانستان د خلکو ننداره کوي.»

د هېواد په ختیځو سیمو کې د داعش فعالیت بله هغه موضوع وه چې د جرګې غړو یې په هکله اندېښنه وښوده او حکومت یې په بې پروايۍ تورن کړ.

د ولسي جرګې مرستیال ظاهر قدير وويل: «د شینوارو په ولسوالۍ کې د داعش مرکزونه فعال شوي او خپلې ډلې ته سرتېري نيسي خو حکومت هېڅ پاملرنه نه ورته کوي، پر ولسمشر غږ کوو چې خلک له تاسې سره ګرو نه دي.»

د ولسي جرګې غړې وژمه ساپۍ وايي: «په کنړ کې د داعش لاس اوږد شوی سره زره وېشي د خلکو له بېوزلۍ څخه استفاده کوي. د ولايت د څلور ولسوالیو لارې بندې دي خلک له ډېرو ستونزو سره مخ دي»

له هرات ولايت څخه د ولسي جرګې غړی منور شاه بهادري وايي: «څوک ځواب وايي د یوه سرتېري کوژدنه د وسله والو مخالفینو له خوا یو طالب ته نکاح شوې، تاسو له خپل سرتېري او مامور څخه دفاع نشئ کولای، ولسمشر او اجرایه رییس تاسو ملي یووالي حکومت رامنځ ته کړ خو د ملي مشارکت نښه نه لیدل کېږي، خو اوس موږ پوهېږو چې تاسې د قدرت تږي یاست»

په امنیتي مسایلو تر خبرو وروسته د ولسي جرګې غونډې د تړلو دروازو تر شا دوام وموند، ویل کېږي په دغو پټو خبرو کې د ملي شورا د امنیت د ټینګښت په هکله د ولسي جرګې غړو خپل نظرونه وړاندې کړل.

خبريال: عبدالعزیز کریمي

Trending

Exit mobile version