تازه خبرونه

ولسي جرګې کابل ښاروال لویې څارنوالۍ ته معرفي کړ

Published

on

ولسي جرګې نن (چهارشنبه د مرغومي ۱۰) مه) کابل ښاروال داوود سلطانزوي د دې جرګې څو ناستو ته د نه ورتګ له کبله لویې څارنوالۍ ته معرفي کړی دی.

په دې غونډه کې د پارلمان غړیو د کابل ښاروال سلطانزوي لاسلیک هم د رایو پر اکثریت بې اعتباره اعلام کړ.

د ولسي جرګې استازیو سلطانزوی د غیرقانوني ودانیو د جوړونې په مخنیوي کې د پاتې راتلو، د چاپېریال  ستونزو، ناسمو ټاکنو او په پلازمېنه کابل کې د نورو ننګونو د رامنځته کېدو له کبله پړ او څارنوالۍ ته ورپېژندلی دی.

دا پرېکړه له هغې وروسته رامنځته شوه، چې کابل ښاروال د ولسي جرګې د غړیو پوښتنو ته د ځواب ویلو لپاره دې جرګې ته په ځلونو راغوښتلو ندی حاضر شوی.

Trending

Exit mobile version