تازه خبرونه

ولسي جرګې ۶ نوماند وزیرانو او د ملي امنیت مشر ته د باور رایې ورکړې

Published

on

(Last Updated On: ليندۍ ۱۰, ۱۳۹۹)

ولسي جرګې د اطلاعاتو او فرهنګ او ښځو چارو وزارتونو نوماند وزیرانو ته د باور رایې ورنکړې؛ خو ۶ نورو نوماند وزیرانو او د ملي امنیت عمومي مشر د باور رايې ترلاسه کړې.

ولسي جرګې د دوشنبې ورځې( د لیندۍ ۱۰) په غونډه کې هغو نوماند وزیرانو ته د رایو صندقونه کيښودل، چې خپل کاري لومړیتوبونه یې تشریح کړي وه.

شپږ نوماند وزیران بریالي شول، چې د ولسي جرګې د باور رایه ترلاسه کړي، خو د اطلاعاتو او فرهنګ او ښځو چارو وزارت نوماندان بریالي نه شول.

ملي امنیت مشرتابه ته احمد ضیا سراج ۲۲۰، کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت ته انوارالحق احدي ۱۸۹، د کډوالو او راستنیدونکو چارو وزارت ته نور رحمان اخلاقي ۱۶۵، د ترانسپورت وزارت ته قدرت الله ذکی ۱۶۵، ښار جوړونې او استوګنې وزارت ته محمود کرزي ۱۵۴، د کانونو او پترولیم وزارت  ته هارون چخانسوري ۱۵۴ د باور رایې ترلاسه کړې او بریالي وپېژندل شول.

اطلاعاتو او فرهنګ وزارت ته نوماند طاهر زهیر د ۷۸ او د ښځو چارو وزارت ته نوماندې حسینه ساپۍ د ۱۱۹ رایو پخپلولو بریالي نشول، چې د ولسي جرګې د باور رایې تر لاسه کړي.

د رایو په بهیر د جرګې ځينې غړیو نیوکې وکړې، چې ګواکي د رایو بهیر روڼ نه و او دې کار دا بنسټ تر پوښتنې لاندې راوستی دی.

د ولسي جرګې غړي محمد عارف رحماني ویلي؛ بهیر روڼ نه و او رایې ناقانونه شمېرل شوي او دې کار د ولسي جرګې باور زیانمن کړی دی.

د ولسي جرګې غړی رمضان بشردوست وایي: قانون باید پلی شي؛ خو دوه ځله د رای اچونې له قانونه سرغړونه شوې او په ښکاره د کمپاین هڅې شوي او د خلکو ډېري استازي له قانونه سرغړونه کوي.  

د ولسي جرګې مشر میر رحمان رحماني له حکومت وغوښتل، چې دغو دوه وزارتونو ته دې نوي نوماندان راوپېژندل شي.

په پام کې ده، چې په راتلونکیو ورځو کې د پاتې ۴ وزارتونو نوماند وزیران او د افغانستان بانک سرپرست ولسي جرګې ته کاري لومړیتوبونه وړاندې کړي.

Trending

Exit mobile version