سیمه ییز خبرونه

ولسي جرگه ته۱۵۸۰۰ كسان د ځمكو د غاصينو په توگه وروپېژندل شول

Published

on

Last Updated on: لړم ۳, ۱۴۰۱

د حكومت پر كړنو د څارنې ځانگړي كميسيون د ولسي جرگې د شنبې په عمومي غونډه كې د هغو پېنځلس زره اته سوه كسانو نومونه افشا كړل، چې د دولتي او نادولتي ځمكو په غصب كې ښكېل دي.

دې كميسيون د ځمكوغاصبين په څو ډلو وېشلي، چې لومړۍ درجې يې له لس زره جريبه زياته ځمكه غصب كړې ده .

–         محبوب حيات خان          قومي مخور    هلمند            ۹۵ زره  جريبه ځمكه

–         حاجي جانان                 قومي مخور    نميروز         ۴۷   زره  جريبه ځمكه

–         عبدالسلام پتنگ             قومي مخور     بلخ               ۳۵  زره جريمه ځمكه

–         حاجي پير محمد             قومي مخور   روزگان          ۴۷ زره جريبه ځمكه

–         كبير كجر خان              قومي مخور    نيمروز         ۱۷   زره جريبه ځمكه

–         مولا داد                     قومي مخور     نيمروز         ۱۵  زره جريبه ځمكه

–         عبدالكريم تور خان        جهادي قوماندان    تخار         ۱۵  زره جريبه ځمه

–         سيد اسحاق گيلاني        د ولسي جرگي پخواني وكيل  ننگرهار ۱۵ زره جريبه ځمكه

–         ناظم خان                   قومي مخور      خوست      ۱۴۹۹۰ زره جريب ځمكه

–         سيد محمد خان             قومي مخور         نيمروز   ۱۳۵۰۰ زره جريبه ځمكه

–          نيك محمد وفاه            قومي مخور        بلخ          ۱۲۱۰۰  زره جريبه ځمكه

–         منجي حاجي نظرمحمد   قومي مخور     كابل          ۱۰۸۹۶ زره جريبه ځمكه

–          حاجي محمد نادر        قومي مخور        هلمند              ۱۰۰۰۰  زره جريبه ځمكه

–          محمد ظريف             قومي مخور         بادغيس          ۱۰۰۰۰   زره جريبه ځمكه

–         مير احمد                  قومي مخور        سرپل             ۱۰۰۰۰  زره جريبه ځمكه

–         نور علي                 قومي مخور           بلخ                ۱۰۰۰۰ زره جريبه ځمكه

–         قربان ملابابا              قومي مخور         بلخ                     ۱۰۰۰۰ زره جريبه ځمكه

–          حاجي موسى  خداى نظر   جهادي قوماندان  كونر           ۱۰۰۰۰ زره جريبه ځمكه

–         سيد منصور نادري اسماعيله رهبر   نهر شاهي           ۱۳۰۷۵ جريبه ځمكه .

خو په ولسي جرگه كي د فارياب د خلكو استازي  رمضان جمعه زاده د  سيد منصور نادري په پلوۍ په هغه دا تورنه رد كړل.

دو لسي جرگي غړى قربان  كوهستاني دغه څېړنه ناسمه بولي او وايي، چي د هغو لوړ پوړيو دولتي چارواكو نومونه  په ليست كې نه دى شامل شوي، چې د ځمكو په غصب كې شامل دي.

د حكومت پر كړنو د ځانگړي كميسيون غړى شېر ولي وردگ دا ستونزه منې او زياتوي، چې دوى د دې له كبله د ځمكو د ټولو غاصبينو او په ځانگړي ډول د لوړ پوړيو دولتي چارواكو نومونه نه دي افشا كړي، چې حكومت په دې برخه كې ورته ناسم معلومات وركړي دي.

له بلې خوا د ولسي جرگې د هغو اته وكيلانو په ځاى، چې ځانونه يې راتلونكيو ولسمشريزو ټاكنو لپاره نومانولي ول، نوي وكيلان دغې جرگې ته وروپيژندل شول او د لوړې مراسم يې تر سره كړل.

د ولسي جرگي غړې حميرا ايوبي د ولسي جرگې پر هغو وكيلانو سختې نيوكې وكړې، چې په غوڼدو كې گډون نه كوې.

د ولسي جرگي رييس عبدالروف ابراهيمي وايي:

دغه كسان دې هم له دندو استعفا وكړي او ولسي جرگې ته دې د دوى په ځاى نور كسان وروپېژندل شي.

ولسي جرگه تل د نصاب د نه بشپړ والي له كبله  له ستونزو سره مخ وي.

له دې وړاندې د ولسي جرگې ادارې پلاوي ويلي ول له هغو وكيلانو سره به قانوني چلند وشي، چې د دغې جرگې په درې پر له پسې غونډو كې گډون ونكړي.

Trending

Exit mobile version