تازه خبرونه

ولسي جرگه حکومت ته امنیتي طرح جوړوي

Published

on

(Last Updated On: لړم ۳, ۱۴۰۱)

دولسي جرگې غړي د هېواد امنیتی وضیعت په اړه د اندېښنې د څرگندولو تر څنگ د ملي وحدت حکومت پرمشرانو نیوکه کوي او وايي، چې په خپلو ژمنو کې پاتې راغلي دي.

دغه ولسي جرگې په هیواد کې امنیتی وضیعت ته په کتو له حکومت وغوښتل، چې د ملی دفاع وزارت د نوماند معصوم ستانکزي تحصلی اسناد د څېړنو لپاره ولسي جرګې ته وړاندي کړي.

د ولسي جرگې رییس عبدالروف ابراهیمی وایي:

دچهار شنبي په ورځ د ملی دفاع وزارتد نوماندمکتوب ولسي جرگې ته راورسید؛ خو د هغه تحصلي اسناد تر اوسه رارسیدلي نه دي؛ باید ژر تر ژره د څېړنو لپاره ولسي جرگي ته وړاندي شي، چې په اجندا کي ونیول شي.

دولسي جرگي غړیعبدالرحیمپه ډاگه کړه؛ حکومت د ناامنۍ مخه نه ده نیولې او د فساد په وړاندې په مبارزه کې پاتې راغلي دي، چې باید د امنیت په اړه ډیره پاملرنه وکړي. پرته له دې به خلک د دوی په وړاندی ودریږي.

دولسی جرګي غړي سید علی کاظمی د امنیتی ستونزو د مخنوی لپاره پر امنیتي طرحېداسي ټینگار وکړ:

ټولې امنیتي ستونزې وکیلانو ته معلومې دي، چې باید د امنیتی طرحې د جوړیدو په اړه جدی اقدام وکړو او حکومت ته یې ولیږو.

د ولسي جرگې غړ ی علی اکبر قاسمي وایي:

مونږ له حکومتڅخه امنیت غواړو، چې باید خپله امنیتی طرح جوړه کړي.

د نوموړي په وینا؛ امنیتي مسوولین اړ دي، چې په دې اړه پخپله اقدام وکړي .

ولسي جرگې پرېکړه وکړه، چې د اداري پلاوي په مشرۍ امنیتي، دفاعي او نړیوالو چارو کمیسیون بهله امنیتي مسوولینو سره په گډه امنیتی طرح جوړه او حکومت ته به یي وړاندي کړي.

خبریال:عبدالعزیز کریمي.

Trending

Exit mobile version