تازه خبرونه

ولسي جرگه د خپلواكو بنسټونو د ريسانو د استيضاح پلټنه كوي

Published

on

Last Updated on: لړم ۳, ۱۴۰۱

ولسي جرگې څو ورځې مخكې د افغانستان بانك د رييس نور الله دلاوري د استيضاح پرېكړه كړې وه؛ خو استيضاحيه غونډې ته د نوموړي نه ورتگ وكيلان په غصه كړل.
كه څه هم په اساسي قانون كې ولسي جرگې ته د خپلواكو بنسټونو د رييسانو د را غوښتنې په باب څه نه دي ويل شوي؛ خو د ولسي جرگې غړي بېلابېل نظريات لري.
د ولسي جرگې غړى عبدالقیوم سجادي وايي دا مو قانوني حق دى، چې د افغانستان بانك رييس استيضاح كړي. د نوموړي په وينا، د ولسي جرگې غونډې ته د نوموړي نه ورتگ د ملت كور ته سپكاوى دى.
د ولسي جرگې غړى نعمت الله غفاري وايي، چې د حكومت د خپلواكو بنسټونو د رييسانو استيضاح ناقانونه كړنه ده.
له زياتو بحثونو او بېلابېلو نظرياتو وروسته د ولسي جرگې غړيو خپله پرېكړه د اساسي قانون د تطبيق پر سر د څارنې كميسيون ته وړاندې كړه، چې په دې اړه حقوقي پرېكړه وكړي.
مخكې له دې ولسي جرگې د افغانستان بانك رييس نور الله دلاوري استجواب كړى و، چې دې غونډې ته د نه ورتلو په دليل د هغه د استيضاح پرېكړه وشوه.

Trending

Exit mobile version