سیمه ییز خبرونه

ولسي جرگه د نصاب د نه بشپړتيا پر لامل د غونډې په جوړولو كې پاتې راغله

Published

on

Last Updated on: لړم ۳, ۱۴۰۱

د ولسي جرگې يو شمېر غړي د دې په ځاى، چې د خلكو ستونزې او د روانو مهمو مسايلو په اړه هڅې وكړي د ولسمشرۍ د راتلونكيو ټاكنو لپاره په ټاكنيزو كمپاينونو بوخت دي.

د ولسي جرگې په غونډو كې د استازيو غيابت، هغه ستونزه، چې په تېره دوره كې هم د ولسي جرگې ډېرې غونډې د نصاب دنه بشپړوالي پر لامل بې پايلې پاى ته رسيدلي.

ولسي جرگه د خپلو كورنيو اصولو له مخې بايد په اوونۍ كې درې عمومي غونډې ولري، خو د چهارشنبې ورځې(د تلې۱۷) غونډه د نصاب د نه پوره كيدو پرلامل جوړه نه شوه.

د ولسي جرگې غړې شكيبا هاشمي او يو شمېر نورغړي وايي، چې د دې جرگې يو شمېر غړي خپل اصل مسووليت سرته نه رسوي او د دې په ځاى، چې په هېواد كې اوسنيو ستونزو ته په پام د خلكو د ستونزو په حل كې اقدام وكړي د ولسمشرۍ د ټاكنو په منډو ترړو بوخت دي .

ښاغلى سعادتي وايي، د عمومي غونډو لغوه كول د ولسي جرگې د كورنيو اصولو خلاف كاردى او د غايبو غړيو په اړه هيڅ انضباطي تدابيرنه عملي كوي

د ولسي جرگې لومړى منشي سيد اكرم وايي، له دې وروسته به د هغو غړيو معاشونه وگرزوي، چې په درې عمومي غونډو كې گډون ونه كړي .

په پام كي ده، چي ډېر ژر د ټاكنو كميسيون  د ولسي جرگي ۷ نوي وكيلان، چي  څلور يي د كابل او يو يې د بدخشان، بل يې د هرات او يو بل د پكتيكا ولايتونو څخه دي ولسي جرگي ته معرفي كړي.

Trending

Exit mobile version