سیمه ییز خبرونه
ولسي جرگې د افغانستان د لوړ پوړيو امنيتي چارواكو د استعفا غوښتنه وكړه
د ولسي جرگې يو شمېر غړي وايي، چې:
د ملي دفاع او كورنيو چارو وزيران او د ملي امنيت سرپرست د ترهگريزو بريدونو په مخنيوي كې پاتې راغلي او بايد له خپلو دندو گوښه شي.
د ولسي جرگې غړى داوود كلكاني پرپاكستان تور لگوي، چې په افغانستان كې د كړه ييزو وژنو او وروستيو ترهگريزو بريدونو تر شا لاس لري.
د ولسي جرگې غړى غلام فاروق مجروح وايي، چې:
د سه شنبې ورځې(د وږي ۲۲) بريدونو وښوده، چې هيڅوك هم په كابل كې د امنيت او خونديتوب په باب ډاډه نه دي.
د ولسي جرگې غړې حميرا ايوبي وايي، چې:
دا پلان شوي بريدونه ول او امنيتي چارواكي يې په مخنيوي كې پاتې راغلل.
په ولسي جرگه كې له قانون څخه د ملاتړ ائتلاف غړيو او وياند اسدالله سعادتي، چې د ولسي جرگې د چارشنبې (د وږي ۲۳) په غونډه كې يې گډون نه و كړى، د امنيتي چارواكو د استعفا غوښتنه وكړه.
د ولسي جرگې رييس عبدالروف ابراهيمي بيا وايي، چې:
په پلازمېنه كابل كې د سه شنبې او چارشنبې بريدونو په تړاو بايد د دفاع او كورنيو چارو وزيران او د ملي امنيت سرپرست استجواب شي.
د ولسي جرگې غړي وايي:
كه دا بريدونه او پېښې په دقيق ډول ونه څېړل شي ښايي دوام ومومي او تردې خطرناكي پېښې تكرار شي.