Connect with us

سیمه ییز خبرونه

ولسي جرگې د افغانستان د لوړ پوړيو امنيتي چارواكو د استعفا غوښتنه وكړه

خپور شوی

د

(Last Updated On: )

د ولسي جرگې يو شمېر غړي وايي، چې:

د ملي دفاع او كورنيو چارو وزيران او د ملي امنيت سرپرست د ترهگريزو بريدونو په مخنيوي كې پاتې راغلي او بايد له خپلو دندو گوښه شي.

د ولسي جرگې غړى داوود كلكاني پرپاكستان تور لگوي، چې په افغانستان كې د كړه ييزو وژنو او وروستيو ترهگريزو بريدونو تر شا لاس لري.

د ولسي جرگې غړى غلام فاروق مجروح وايي، چې:

د سه شنبې ورځې(د وږي ۲۲) بريدونو وښوده، چې هيڅوك هم په كابل كې د امنيت او خونديتوب په باب ډاډه نه دي.

د ولسي جرگې غړې حميرا ايوبي وايي، چې:

دا پلان شوي بريدونه ول او امنيتي چارواكي  يې په مخنيوي كې پاتې راغلل.

په ولسي جرگه كې له قانون څخه د ملاتړ ائتلاف غړيو او وياند اسدالله سعادتي، چې د ولسي جرگې د چارشنبې (د وږي ۲۳) په غونډه كې يې گډون نه و كړى، د امنيتي چارواكو د استعفا غوښتنه وكړه.

د ولسي جرگې رييس عبدالروف ابراهيمي بيا وايي، چې:

په پلازمېنه كابل كې د سه شنبې او چارشنبې بريدونو په تړاو بايد د دفاع او كورنيو چارو وزيران او د ملي امنيت سرپرست استجواب شي.

د ولسي جرگې غړي وايي:

كه دا بريدونه او پېښې په دقيق ډول ونه څېړل شي ښايي دوام ومومي او تردې خطرناكي پېښې تكرار شي.

Advertisement
Click to comment

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

سیمه ییز خبرونه

احمدي نژاد د ایران په ولسمشریزو ټاکنو کې د ګډون لپاره نوم‌لیکنه وکړه

Published

on

(Last Updated On: )

د ایران دولتي ټلویزیون د څرګندونو له مخې؛ د دغه هېواد پخواني ولسمشر محمود احمدي نژاد د ولسمشرۍ په ټاکنو کې د ګډون لپاره نوم‌لیکنه کړې ده.

احمدي نژاد له ۲۰۰۵ څخه تر ۲۰۱۳ کال پورې د ایران ولسمشر و.

هغه د ۲۰۱۷ کال په ټاکنو کې شورای نګهبان له سیالۍ کولو منع کړی و.

د ایران ولسمشریزې ټاکنې به د جون پر اتویشتمه ترسره شي.

Continue Reading

سیمه ییز خبرونه

نواز شریف یو ځل بیا د پاکستان د واکمن مسلم لیګ ګوند مشري پر غاړه واخیسته

Published

on

(Last Updated On: )

د پاکستان پخوانی لومړی وزیر نواز شریف د شنبې پر ورځ (د زمري اتمه) د واکمن ګوند مسلم لیګ نواز څانګې مشرۍ ته یو ځل بیا غوره شو.

هغه وروستی ځل په ۲۰۱۷ کې د ګوند مشري وکړه؛ خو د فساد پر تور له تورنېدو وروسته استعفا ته اړ شو.

مسلم ليګ ن د روان کال د فبرورۍ پر اتمه نېټه په ملي ټولټاکنو کې واک ته ورسېد. د نواز شریف ورور شهباز شریف اوس د پاکستان د ائتلافي حکومت مشر دی او پخپله د پارلمان غړی دی.

نواز شریف په ۲۰۱۷ ز. کال کې د لومړي وزیر په توګه له دندې هغه وخت ګوښه شو، چې سترې محکمې هغه د مالي دارایۍ د پټولو له کبله له هر ډول دولتي کار څخه منع اعلان کړ؛ خو شریف دا تور ردوي.

په ۲۰۲۳ کې د محکومیت او د بند سزا له لغو کېدو سره؛ نواز شریف ته اجازه ورکړ شوه، چې یو ځل بیا حکومتي یا ګوندي چوکیو کې کار وکړي.

شریف د روان کال په اوکټوبر کې د لندن له ځاني تبعید وروسته پاکستان ته راستون شو. نوموړی په ۲۰۱۹ کال کې د عمران خان د واکمنۍ پر مهال د درملنې لپاره لندن ته تللی و.

عمران خان په ۲۰۲۲ کال کې په پارلمان کې د نه باور د رایې له کبله له واکه لرې شو او د بند موده تېروي.

Continue Reading

سیمه ییز خبرونه

د هند د لویدیځ په یوه تفریحي مرکز کې اور لګېدنې لږ تر لږه ۲۴ کسان مړه شوي

Published

on

(Last Updated On: )

د شنبې پر ماښام د هند د لویدیځ ګجرات ایالت په یوه کورني تفریحي ځای کې د اورلګېدنې له کبله د ګڼو ماشومانو په ګډون لږ تر لږه ۲۴ کسان مړه شوي دي.

په راجکوټ سیمه کې د ژغورنې هڅې روانې دي او د اړوند سیمې ښاروال رویټرز ته ویلي، چې د مړو د شمېر د لوړېدا شونې ده.

د راجکوټ ولسوالۍ ښاروال نایانا پیدادیا ویلي؛ د ژغورنې په عملیاتو کې مونږ پر ژوند ژغورنې راڅرخو. مونږ غواړو د هغه خلکو پر وړاندې له هڅو ډاډمن شو، چې د دې پېښې مسوول دي.

ټلویزیوني انځورونه پراخه اورلګېدنه ښیي، چې د TRP د لوبې زون یې نیولی او له سیمې څخه لوګي پورته کیږي او ټوله ودانۍ سوځیدلې ده.

د سیمې په ملکي روغتون کې د پوليسو چارواکي وایي؛ يو شمېر مړي پوره سوځېدلي، چې د پېژندلو وړ ندي.

لومړي وزیر نریندرا مودي په ایکس پاڼه کې څرګنده کړې، چې سیمه‌ییزه اداره له زیانمنو خلکو سره د مرستې لپاره کار کوي.

نوموړي لیکلي؛ په راجکوټ کې د اورلګیدنې له کبله خورا ډېر خفه یم. زما فکر له ټولو هغو کسانو سره دی، چې خپل عزیزان یې له لاسه ورکړي دي.

د دې ولسوالۍ د اور وژنې مشر آی وي کهر ویلي، چې اور وژونکیو اور څه نا څه کنټرول کړی دی.

هغه رویټرز ته ویلي: د اور لګیدنې لامل اوس هم معلوم ندی.

د ګجرات وزیر اعلی بھوپنډرا پټیل وایي، چې د پېښې په اړه ځېړنې یوې ځانګړې ډلې (SIT) ته سپارل شوي او ټلویزیوني راپورونه ښیي، چې د پېښې په تړاو د راجکوټ پولیسو دوه کسان نیولي دي.

Continue Reading

Trending

Copyright © 2022 Ariana News. All rights reserved!