سیمه ییز خبرونه
ولسي جرگې د سږني كانكور په اړه د لوړو زده كړو وزير استجواب كړ
ولسي جرگې د لوړو زده كړو وزير د كانكور په ازموينه كې د راولاړو شويو ستونزو له كبله استجواب كړ.
د ولسي جرگې يو شمېر غړي وايي، چې:
د كانكور تېره ازموينه شفافه نه وه؛ نو، ځكه د پايلو د باطلولو پلوي كوو.
دوى غوښتنه كوي، چې هر ولايت ته دې خپله خپله سهميه ځانگړې شي او د هغې له مخې دې د لوړو زده كړو په بنسټونو كې جذب شي.
ځينې نور كه څه هم په ازموينه كې تقلب نه ردوي؛ خو زياتوي، چې:
اعلام شوې پايلې د منلو وړ دي.
د لوړو زده كړو وزيرعبيدالله عبيد وايي، چې:
د دغه وزارت د كانكور په تېره ازموينه كې هيڅ ډ ول تقلب نه دى شوى.
نوموړى زياته وي، چې:
په سږني كانكور كې پرمختللې لارې چارې كارول شوي او د درغليو بشپړه مخه نيول شوې ده.
د كانكور په تېره ازموينه كې يو سل و اويازره زده كوونكيو گډون كړى و، چې ۴۳ زره لوړو او ۴۲ زره نيمه لوړو تحصيلي موسسو ته جذب شوي دي.
د لوړو زده كړو وزارت په ډاگه كړې، چې بې پايلې كسان به د لوړو زده كړو ځانگړيو(خصوصي) بنسټونو ته وروپېژندل شي.