سیمه ییز خبرونه
ولسي جرگې د ماليې او سوداگرۍ وزيران استجواب كړل
په هېواد كې د سون او خوراكي توكو د بيو لوړيدو ولسي جرگه اړ كړه، چې د ماليې او سوداگرۍ وزيران استجواب كړې.
د ولسي جرگې ځيني غړي وايي، په داسې حال كې، چې په افغانستان كې د سون توكو بيې لوړې شوي؛ خو د سوداگرۍ وزارت د كتبي اسنادو له مخې له افغانستان څخه پاكستان ته د تېلو له صادريدو سره موافقه كړې ده.
په ټوله كې په دغو دوه وزارتونو نيوكې دي، چې د نرخونو د لوړيدو د مخنيوي لپاره هيڅ تگلاره نلري.
په داسې حال كې، چې افغانۍ د بهرنيو پيسو په مقابل كې را لويدلې او نرخونه لوړ شوي دي؛ خو د ماليې وزير ولسي جرگې ته د هغه د استجواب كوم ښكاره دليل نه ويني.
د ماليې وزير عمر زاخېلوال وايي، چې په رسنيو كې د دوه زره څوارلسم كال په اړه د گنگوسو له كبله نرخونه اوچت شوي دي.
له معمول سره سم په دې موسم كې د خوراكي او سون توكو بيې ډېرې اوچتيږي. د ولسي جرگې غړى منور شاه بهادر وايي:
د ولسي جرگې غړى صديق احمد عثماني وايي:
داسې اسناد شته، چې د سوداگرۍ وزارت مسوولينو پر داسې مكتوبونو لاسليك كړى، چې له مخې يې پاكستان ته د تېلو د صادريدو امر وركړى دى.
د سوداگرۍ وزارت مرستيال مزمل شينوارى د جرگې د غړيو دا ادعاوې جدي نه نيسي.
د ولسي جرگې غړى نقيب الله فايق وايي، د مسوولينو څرگندونې د قناعت وړ نه وې.
د ماليې وزير عمر زاخېلوال وايي:
د ولسي جرگې غړيو نيوكې وكړې؛ خو كله، چې د ځواب ويلو موكه راغله بيا، نو د جرگې څوكۍ تشې شوې.
د يادونې وړ ده، چې غونډه پرته له كومې گټورې پايلې پاى وموند او د خوراكي او سون توكو د نرخونو د راټيټيدو په اړه د بېوزلو او كم در امدو كورنيو هيلې هماغسې بيځوابه پاتې شوې.