سیمه ییز خبرونه
ولسي جرگې د ماليې وزارت مرستندويه بوديجه تصويب كړه
ولسي جرگې هغه بوديجه تصويب كړه، چې د افغانستان بانك د پياوړتيا او د اوسپنې پټلۍ د كار د دوام لپاره ماليې وزارت وړانديز كړې وه.
ولسي جرگې دا مرستندويه بوديجه دوه ځلې رد كړې هم وه.
د ولسي جرگې يو شمېرغړيو د ماليې وزارت له لوري د وړاندې شوې بوديجې د ردولو غوښتنه كوله.
د شنبې په ورځ (د تلې ۲۳) د ولسي جرگې په عمومي غونډه كې د ماليې وزارت لخوا پر وړانديز شوې مرستندويه بوديجه خبرې وشوې او په پاى كې دغه وړانديز تائيد شو.
ماليې وزارت غواړي، چې په دغه يو اويا ميليون ډالره بوديجه د افغانستان بانك مالي ستنې ټينگې او له حيرتانو څخه تر مزار شريف پورې د اوسپنې د پټلۍ د غزولو چارې روانې وساتي.
د ماليې وزيرحضرت عمر زاخېلوال دغه مرستندويه بوديجه ډېره مهمه وبلله.
د دغې بوديجې له تصويب وړاندې د ولسي جرگې غړيو رمضان بشردوست او لطيف پدرام مخالفت وښود.
دوى په دې باور دي، چې:
د دغې بوديجې تصويب به اداري فساد نورهم پياوړي كړي.
حكومتي چارواكي وايي:
هغه وخت، چې ولسي جرگې دغه وړانديز شوې بوديجه تر دې مخكې دوه ځله رد كړه؛ نو د افغانستان له عادي بوديجې سره اويا ميليون ډالره او له پرمختيايي بوديجې سره دوه سوه اتيا ميليون ډالره مرسته وځنډيده.
طمع كيږي، چې د دغې بوديجې له تمويل وروسته به نړيواله ټولنه يو ځل بيا له افغانستان سره خپلو مرستو ته دوام وركړي.