سیمه ییز خبرونه

ولسي جرگې د ټاكنو د قانون دوه اختلافي مادې تصويب كړې

Published

on

Last Updated on: لړم ۳, ۱۴۰۱

ولسي جرگې له اوږده ځڼد وروسته د دوشنبې په ورځ(د غويى۲) د ټاكنو په قانون كې پر دوه اختلافي( ۴-۲) مادو بحث وكړ او له ډېرو ناندريو وروسته يې تصويب كړې.

له اوږده بحث وروسته ولسي جرگې د ټاکنو قانون په مسوده کې د نه لېږدېدونکې يوې رايې ټاکنيز سيستم تائيد او پرېکړه يې وکړه، چې:

رايې به د رايې وركولو په مرکزونو کې شمېرل کېږي.

د ټاکنو د قانون مسوده، چې په ١٧ فصلونو او ٦٧مادو کې جوړه شوې، حکومت تېر کال د ليندۍ په مياشت کې د تصويب په موخه ولسي جرگې ته استولې ده.

د ولسي جرګې د تقنين کميسيون رييس قاضي نذير احمد حنفي وويل، چې:

پر دې مسودې د جرگې په کميسيونونو کې له بحثونو څرگنده شوې، چې د دې طرحې يوولس مادې اختلافي دي.

د ولسي جرگې د تقنين کميسيون زياتوي، په دې طرحه کې پر يادو دوه مادو سربېره، چې نن د جرگې له خوا تصويب شوي  ٩ نورې اختلافي مادې هم شته، چې په راتلونکيو ورځو کې به پرې خبرې وشي.

د ولسي جرگې لومړي مرستيال ميرويس ياسيني وايي:

ولسي جرگې د نه ليږديدونكې واحدې رايې سيستم ومانه او ورسره يې د ټاكنو د رايو د شمېر ماده هم تصويب كړه او پرېكړه يې وكړه، چې رايې بايد د رايې وركولو په مركزنو كې وشمېرل شي.

د ولسي جرگې په غونډه كې د ټاكنو د خپلواك كميسيون رييس فضل احمد معنوي ټينگار كاوه، چې رايې دې د ولايتونو په مركزنو كې وشمېرل شي.

هغه زياته كړه، چې په تېرو ټاكنو كې له همدې كبله  شكايتونه ډېرول، چې رايې د رايو په مركزنو كې شمېرل شوې وې.

د هرات استازې ناهيد فريد وايي، چې:

د رايو شمېرنه بايد هغه ډول وشي، چې کانديد ترې راضي وي.

دې زياته کړه:

د رايې ورکولو له مرکز څخه تر ولايت  پورې ډېره لاره وي، موږ نه شو کولاى، چې کوم کاروان جوړ کړو او د رايو صندوقونه له درغليو وساتو.

وروسته د ولسي جرګې په غونډه کې له حاضرو ١٥٠تنو څخه ١٢٦ يې د رايې ورکولو په مرکز کې د رايو د شمېرنې لپاره شنه (موافق ) کارتونه پورته کړل.

مدني ټولنې، سياسي گوندونه او د جرگې ځينې غړي وړانديز کوي، چې د افغانستان ټاکنيز سيستم بايد مختلط وي.

د ټاکنو خپلواک کميسيون مشر هم په ياده غونډه کې وويل، چې:

مختلط ټاکنيز سيستم کولى شي، په يوه هېواد کې د ديموکراسۍ ريښې ټينگې کړي.

په مختلط سيستم کې د خپلواکو کانديدانو تر څنگ گوندونه هم کانديديداى شي، خو د نه لېږديدونکې يوې رايې په ټاکنيز سيستم کې گوندي او غير گوندي کسان په خپلواکه توگه ځان کانديدوي.

د خوست استازي کمال ناصر اصولي وايي، چې:

افغانستان د اوس لپاره مختلط سيستم ته برابر نه دى؛ ځكه، چې دلته ټول گوندونه د قومونو پر بنسټ جوړ شوي دي.

د ولسي جرگې لومړي مرستيال ميرويس ياسيني وايي، چې د يادې مسودې پر پاتې اختلافي مادو به په راتلونکو ورځو کې بحثونه وشي.

د يادونې وړ ده، چې په تېرو شاوخوا ١١ کلونو کې ټاکنې د تقنيني فرمان له مخې ترسره کېدې.

Trending

Exit mobile version