سیمه ییز خبرونه

ولسي جرگې د ۱۳۹۲ كال بودجه د دوهم ځل لپاره رد كړه

Published

on

(Last Updated On: لړم ۳, ۱۴۰۱)

د ولسي جرگې يو شمېر غړي وايي، حكومت په دې بودجه او په ځانگړي توگه د ولسمشرۍ د بودجې په برخه كې لازم بدلونو نه دې راوستى.

د ۱۳۹۲ كال د بودجې په طرحه كې د ولسمشرۍ لپاره له ۸۰ مليون ډالره ډېرې پېسې ځانگړې شوې، چې د ولسي جرگې يو شمېرغړي وايي:

لدې بودجې دې كمې او د گردن ديوال سړك جوړولو ته دې ورزياتې شي.

دوى زياتوي، چې دا سړك كابل له څو شمال لوېديځو او سويل لوېديځو ولايتونو سره نښلوي.

كه څه هم دوې اوونۍ وړاندې ولسي جرگې د ۱۳۹۲ كال بودجه د رايو په اكثرېت رد كړه، خو بيا هم د جرگې يو شمېر غړي ټينگار كوي، چې حكومت د بودجې په طرحه كې لازم بدلونونه ندي راوستي.

د ولسي جرگې غړي همدارنگه وايي، د بودجې د طرحې د  نا انډولۍ له امله بايد دا طرحه  رد شي.

د يادونې وړ ده، چې د ۱۳۹۲ل كال د ملي بودجې طرحه څه دپاسه ۳۵۰ ميليارده افغانۍ په پام كې نيول شوې چې، ۱۹۶ مليارده يې عادي او له ۱۵۷ ملييارد ډېرې نورې يې پرمختيايي بودجې ته ځانگړې شوې دي.

په داسې حال كې، چې د ۱۳۹۲ مالي كال نيژدې يوه مياشت تېرېږي، خو ولسي جرگه او حكومت تر اوسه هم د بودجې د اندازې او څرنگوالي په اړه اختلاف لري.

Trending

Exit mobile version