سیمه ییز خبرونه

ولسي جرگې د ۱۳۹۲ لمريز كال بودجه رد كړه

Published

on

(Last Updated On: لړم ۳, ۱۴۰۱)

د ولسي جرگې غړي د دې كار لامل په بودجه كې د توازن نشتوالى او د ولسمشرۍ دفتر ته ډېره بودجه په پام كې نيول گڼي. دوى وايي د ولسمشرۍ دفتر له سترې محكمې او ملي شورا څخه ډېره بودجه لري.

د بودجې تصويب په هرهېواد كې د حكومت او پارلمان ترمنځ يوه لانمجمنه مسئله گڼل كېږي ، د افغانستان ولسي جرگې د ۱۳۹۲ كال بودجه د رايو په اكثريت رد كړه.

د ولسي جرگې غړي د بودجې د ردولو د لاملونو په اړه وايي:

په بودجه كې توازن په پام كې نه و نيول شوى او د ولسمشر دفتر ته له اندازې ډېره بودجه په پام كې  نيول شوې ده.

د ۱۳۹۲ لمريز كال ملي بودجه ۳۶۶ عشارېه ۲۱ ميليارده افغانۍ چې ۷ مليارد ډالره كېږي په پام كې نيول شوې، چې ۱۹۶ عشارېه ۲۱ ميليارده افغانۍ عادي بودجه او ۱۷۰ مليارده  نورې افغانۍ يې پرمختيايي بودجې ته ځانگړې شوې دي.

په همدې وخت كې د ولسي جرگې مشرعبدالروف ابراهيمي له ولسمشر حامد كرزي څخه وغوښتل، چې د افغانستان اساسي قانون ته درناوى وكړي او ولسي جرگې ته د باور رايو د ترلاسه كولو په موخه د سترې محكمې رئيس او لوى څارنوال ور وپېژني، هغه غوښتنه، چې د ولسي جرگې د يوه غړي د غبرگون لامل شو.

دا څووم ځل دى، چې د سترې محكمې د رئيس او لوى څارنوال د نه معرفي كولو له امله  ولسي جرگه  په ولسمشر تنده نيوكه كوي.

Trending

Exit mobile version