تازه خبرونه

ولسي جرگې له اداري فساد سره د مبارزی په اړه د ولسمشر له هڅو ملاتړ څرگند کړ

Published

on

(Last Updated On: لړم ۳, ۱۴۰۱)

ولسې جرگې د ولسمشر اشرف غنی احمدزي له هڅو په ځانگړي توگه له اداری فساد سره دمبارزی په اړه ملاتړ څرگند کړ.

عبدالعزیز کریمی رپوت راکوي، چې د افغانستان نوي ولسمشراشرف غنی احمد زي په ټولنه کی د سمون او له فساد سره مبارزه په لومړیتوبونو کي راوستلي او په لومړِگام کې یي د کابل بانکقضیې ته د لاسرسِي غوښتونکی شوی دی.

ولسي جرگې د ولسمشر ورستۍ کړني وستایلې او ملاتړ یې ترې څرګند کړ.

د ولسي جرگي دوه یم مرستیال صالح محمد سلجوقی وايي، چې ولسمشر باید د نوي حکومت په چارو کی د سمون لپاره گړندۍ هڅې وکړي.

دولسی جرگی غړيشکیبا هاشمی وایِ:

ولسمشر دي ژر تر ژه خپله کابینه جوړه کړي، چې په وزارتونو او ولایاتو کې کاري محدودیتونه له منځه لاړشي.

د ولسی جرگی غړی فراهی عثمانی له نوي ولسمشره غواړي، چې ژر تر ژره کابینه جوړه کړي، چې کاري محدویتونه لیرې شي.

د ولسی جرگی غړی غلام حسین ناصري وایي؛ ولسمشر دې داسې کسان وگماري، چي په ټولنه کې سمون راولي.

همداراز ولسي جرگې د تعزیه(ویر او ماتم) مراسمو قانون په ۴ فصلونو او ۲۱ مادو کې تصویب کړ.

د ولسي جرگي د عدلي او قضایي چارو کمیسیون وویل، چي د دغه قانون موخه د هغو دودونو مخنیوی دی، چي د اسلام خلاف، د عزا دارۍ(ویر او ماتم) په مراسمو کی بی ځایه لگښتونه تر سره کیږي اوله هغو اسلامي ارزښتونو ملاتړ کوي، چي د اسلامی ثفافت پر بنسټ شوي دي.

Trending

Exit mobile version