تازه خبرونه

ولسي جرگې ماليې وزیر او د ا. بانک سرپرست استجواب کړل

Published

on

(Last Updated On: لړم ۳, ۱۴۰۱)

ولسي جرگې په هېواد کې د اسعارو د نرخونو د لوړیدو او د گمرکي عوایدو د لږوالي له کبله د ماليې وزیر او د افغانستان بانک سرپرست استجواب کړل.

د و لسي جرگې غړي وايي، چې د ماليي په وزارت کې هیچ ښه والي نه لیدل کیږي؛ د مالیاتو په راټولو کې ستونزي ډېرې شوي او د اداری فساد کچه هم لوړه ده.

د ولسي جرگې غړی محمد هاشم وایي:

فساد نه دي لږ شوي، بلکی لوړ شوي دي؛ په سلو کې ایتا توکې له محصول پرته واردیږي. د تعرفو په لوړیدو نه یوازې دا، چي عواید نه دي لوړ شوي، بلکی په غیرقانونی ټوگه د اموالو انتقال أير شوي دي.

دولسي جرگي د غړیسمیع صمیم په وینا؛ د اسعارو د لوړ والي لامل د ارگ له خزاني څخه پیسی بازار ته افغانۍ راایستل شوې دي.

د مالیي وزیر وايي چې د اسعارو د نرخ لوړیدل امنیتی او موسمی ستونزی ګنی . هغه وايي چې یوازی د افغاني پیسي د ډالرو په مقابل کې کم شوي خو د تومان او کلدارو په مقابل کې اوس هم لوړ دي .

د ماليی وزیر اکلیل حکیمی وویل چې په دي وزارت کې د اصلاحاتو دراوستلو او د نړیوالي ټولنی په مالي مرستو سره د بودیجه وضعیت اوس ښه شوي دي. او د کورني عواید له درکه پنځه فیصد لوړ والي هم راغلي دي.

د ټاکل شوي موخو پر بنسټ د مالي کال په لومړیو پنځه میاشتو کې د کورنیو عواید په سلو کې پنځه فیصده لوړ شوي دي او د تیر کال په پرتله اووه فیصد زیات والي ښیي.

د هرات ته مالیی وزیر د کاري سفر په موخه په غونده کي پریکړه وشوه چې دمالي وزیر او د دافغانستان بانک سر پرست د راتلونکی شنبي عمومی غوندي ته بیا استجواب شي تر څو د ولسي جرګي د غړو پوښتونو ته وضاحت ورکړي.

د ماليې وزیر وايي، چې د کورني عواید له درکه د مالي کال په پنځه میاشتو کې 5 فیصده لوړ والي راغلي چې د تیر کال د پنځو میاشتو په پرتله ۷فیصد زیات والي ښه یي .

خیریال: عبدالعزیز کریمی

Trending

Exit mobile version