تازه خبرونه
ولسي جرگې پرماشومانو د جنسي تېريو عاملينو ته د سختې سزا غوښتنه وكړه
Last Updated on: لړم ۳, ۱۴۰۱
ولسي جرگې هم په كندز ولايت كې پر لس كلنې نجلۍ د يو ملا امام د تېري پېښه په كلكه وغندله.
د ولسي جرگی رییس وايي:
ولسي جرگه، پرماشومانو د جنسي تېريو پېښې د اندېښنې وړ بولي او له ولسمشر او عدلي بنسټونو څخه د دا راز پېښو عاملينو ته د سختې سزا غوښتنه كوي.
د ولسي جرگې غړې نظیفه ذکي د جزا قانون په كې د يو لړ تعديلاتو خبره راپورته كړه، چې د نامشروع اعمالو عاملين په سختې سزا محكوم شي.
د كندوز ولايت په گاونډ بغلان كې هم يو كس څو ورځې وړاندې پر يوې كوچنۍ جينۍ د جنسي تېري له كبله تورن وگڼل شو.
د دې جينۍ كورنۍ د تېري كوونكي پوزه او غوږونه؛ ځكه پرې كړل، چې په وينا يې پر حكومت باور نه لري او دا راز پېښو ته پاملرنه رامنځته كړي.