تازه خبرونه
ولسي پاڅونونه د پولیسو او پوځ په جوړښتونو کې نیول کیږي – چارواکي
د طالبانو پرضد د خلکو تازه پاڅونونه په کورنیو چارو وزارت کې د سیمه ییزو پولیسو او د دفاع وزارت په چوکاټ کې د سیمه ییز اردو تر نامه لاندې ثبتېږي.
له هغې وروسته، چې د طالبانو بریدونو زور واخیست؛ د هېواد په بېلابېلو برخو کې یې پرضد پاڅونونو سر راپورته کړ او د ولسمشر پام يې هم ځان ته راواړوه.
ولسمشر که څه هم له دې مخکې د سیمه ییزو پولیسو جوړښت او تشکیل له منځه وړی و؛ خو یو ځل بیا یې د دې پولیسو د جوړېدو سپارښتنه وکړه.
امنیتي ادارو هم پرېکړه کړې، چې د خلکو دغه پاڅونونه د سیمه ییزو پولیسو او سیمه ییزې اردو تر نامه لاندې ثبت او وروسته پرې وسلې ووېشي.
د امنیتي او دفاعي سکتور ویاند اجمل عمر شینواري ویلي؛ د هېواد په بېلابېلو ولایتونو کې د طالبانو پر ضد د خلکو پر پاڅونوالو به تر هغې حکومتي وسلې ونه وېشل شي، چې په اړوند برخو کې ثبت شوي نه وي.
د ولسي جرګې غړي عبدالرووف شپون پر ولسمشر نیوکه کړې او وایي: هغه مهال، چې سیمه ییزو پولیسو ته پوره اړتیا وه؛ تشکیل یې ورړنګ کړ او اوس يې جوړول یوه ستونزمنه خبر ده.
له دې سره سم د جمعیت اسلامي ګوند د یوې بېلې شوې څانګې مشر عطا محمد نور، چې په شمال کې د خلکو د پاڅون مشري پر غاړه لري؛ طالبانو ته خبرداری ورکوي، چې که له جګړې لاس په سر نشي د دولت ملاتړ ته نه په تمه کېږي او خپله به د طالبانو پرضد جګړه پيل کړي.
ملي دفاع وزارت ټینګار کړی، چې د خلکو د پاڅونونو د کنټرول لپاره اړتیا ده دغه پاڅونونه د ملي دفاع او کورنیو چارو وزارتونو په چوکاټ کې ثبت شي.
