تازه خبرونه
ولي مسعود: که ډاکتر عبدالله موازي حکومت اعلان کړي طالبان به یوځل بیا واک ته ورسېږي
د اصلاحاتو او همپالنې ټیم وايي، که د ملي وحدت د حکومت په باب سیاسي خبرې ناکامې شي، دوی په کراره نه کښیني. دوی وايي د خبرو د ناکامۍ په صورت کې به راتلونکی ولسمشر په اداره کنټرول ونلري او حکومت به يې لنډ وي.
د ملی اجندا رئیس احمد ولي مسعود وايي، که ډاکتر عبدالله عبدالله موازي حکومت اعلان کړي، رژیم به و پاشل شي او وسله وال طالبان به یو ځل بیا واک ته ورسېږي. دی وړاندیز کوي، چې د ټاکنو پایلې باید له سیاسی توافق مخکې اعلان نه شي.
د ډاکتر عبدالله عبدالله په مشرۍ د اصلاحاتو او همپالنې ټیم مسئولین وايی، چې د ملي وحدت د حکومت پر سر د دواړو کاندیدانو تر منځ خبرې ناکامې شوې دي.
د ډاکټر عبدالله عبدالله د ټاکنیز ټیم غړی امرالله صالح وايي، په داسې شرایطو کې به یو کاندید د چارو په اداره کې پاتې راشي او حکومت به يې د ګوتو په شمېر د ورځو عمر ولري.
د اصلاحاتو او همګرایۍ ټیم مسئولین وايي، دوی لومړی او دویم پړاو دواړه ټاکنې ګټلي دي او اعلانېدونکی حکومت به د دوی وي.
د ملی اجندا رئیس احمد ولي مسعود وايي، که ډاکتر عبدالله عبدالله موازي حکومت اعلان کړي، په افغانستان کې به فاجعه را منځ ته شي.
دی د ټاکنو خپلواک کمیسیون ته وړاندیز کوي، چې له سیاسی توافق مخکې باید د ټاکنو پایلې اعلان نه کړي.
د تحول او تداوم ټیم ویاند طاهر زهیر بیا وایي، ډاکتر عبدالله عبدالله باید هغې هوکړې ته ژمن پاتې شي، چې د امریکا د بهرنیو چارو د وزیر جان کیري په حضور کې لاسلیک کړې ده.
هغه همداراز وايي، چې که څه هم د دوشنبې ورځې سیاسي خبرې بې نتیجې وي، خو ډاکتر عبدالله عبدالله ژمنه کړې، چې خبرو ته به دوام ورکوي.
د افغانستان د لانجمنو ټاکنو د حل لپاره دوه ځله د امریکا د بهرنیو چارو وزیر کابل ته راغی او د امریکا ولسمشر بارک اوباما ۵ ځله دواړو کاندیدانو ته ټیلفون کړی دی. له دې ټولو سره سره د ټاکنو لانجه هماغسې پر خپل ځای پاتې ده.