تازه خبرونه

ولې افغانستان زلزلو ته ډېر مناسب دی؟

دلته یو ځغلنده نظر پدې اچوو، چې ولې دا جګړه ځپلی د سویلي آسیا هېواد پرله‌سې زلزلې تجربه کوي او څنګه د دوی اغېز کمېدی شي:

Published

on

د دوشنبې پر سهار د افغانستان شمالي ولایت بلخ او نږدې ولایت سمنګان د رښتر پر کچه ۶.۳ درجې زلزلې ولړزول؛ د لومړنیو معلوماتو له مخې لږترلږه ۳۵۰ کسانو ته مرګ او ژوبله واوښته. په داسې حال کې، چې یوازې څو میاشتې مخکې د هېواد په ختیځ کې یوې زلزلې او وروستیو ټکانونو یې له ۲۲۰۰ څخه ډېر کسان «شهیدان» کړل.

دلته یو ځغلنده نظر پدې اچوو، چې ولې دا جګړه ځپلی د سویلي آسیا هېواد پرله‌سې زلزلې تجربه کوي او څنګه د دوی اغېز کمېدی شي:

آیا په افغانستان کې زلزلې عامې دي؟

افغانستان، چې ټیټو او جګو غرونو احاطه کړی؛ تل یو لړ طبیعي پېښو ته مناسبه سیمه ده؛ خو زلزلې یې تر ټولو ډېر ځاني زیانونه رامنځته کوي، چې هر کال پر منځنۍ کچه شاوخوا ۵۶۰ کسان «شهیدان» او کلني مالي زیانونه یې له ۸۰ میلیون ډالر ډېر اټکل کیږي.

څېړنې ښیي: لږ تر لږه ۳۵۵ زلزلې، چې د رښتر پر کچه له ۵ لوړې دي؛ له ۱۹۹۰ راپدېخوا په افغانستان کې رامنځته شوې دي.

ولې افغانستان له زلزلو سره مخ هېواد دی؟

افغانستان د یورشیا د ټکټونیکي پاڼې په څنډه کې پروت دی، چې له هندي پاڼې سره ګډه هڅانده سیمه لري؛ پدې معنا، چې دواړه ممکن له یو بل سره مخ او یا هم سره تر څنګ تېرې شي او دغه راز په سویل کې د عربي پاڼې تر اغېزمن لاندې راځي، چې د نړۍ ترټولو فعالې ټکټونیکي سیمې رامنځته کوي.

شمال لوري ته د هندي پاڼې حرکت او یورشیا پاڼې ته یې ښویېدا ډېری وخت د افغانستان زلزلې رامنځته کوي.

کومې سیمې زیانمنونکې دي؟

ختیځ او شمال ختیځ افغانستان؛ په ځانګړي توګه له ازبکستان، تاجکستان او پاکستان سره د پولې په اوږدو کې پرتې سیمې، زلزلو ته مناسبې دي.

په دې کې د ګڼ نفوسه کابل سیمه هم راځي، چې د یوې څېړنې له مخې د زلزلو له کبله د منځنۍ کچې زیان یې هر کال ۱۷ میلیون ډالر اټکل کیږي.

زلزلې د افغانستان په غرونو کې هم په ځانګړي توګه خطرناکې دي، چې کولی شي د ځمکې ښویېدنه رامنځته؛ ځاني او مالي زیان ډېر کړي.

د افغانستان تر ټولو بدې زلزلې کومې دي؟

افغانستان له ۱۹۰۰ زېږدیز کال راپدېخوا شاوخوا ۱۰۰ “زیان رسونکې” زلزلې ثبت کړې دي.

په وروستیو کلونو کې تر ټولو بده زلزله د ۲۰۲۲ کال د رښتر پر کچه ۶ درجې وه، چې ۱۰۰۰ کسان یې «شهیدان» کړل. د ۲۰۲۳ کال په یوه میاشت کې ګڼو زلزلو په ګډه ۱۰۰۰ کسان «شهیدان » او ټول کلي یې ویجاړ کړل.

د افغانستان یوه له لویو زلزلو څخه، چې د رښتر پر کچه ۷.۵ درجې وه؛ په ۲۰۱۵ کال کې یې د افغانستان، پاکستان او هند له ۳۹۹ کسانو خوږ ژوند واخیست.

تر ټولو لوی ناورین په ۱۹۹۸ کال کې رامنځته شو؛ ځکه په درې میاشتو کې دوه زلزلو افغانستان ولړزاوه،  لومړۍ یې ۲۳۰۰ کسان او دوه‌یمې ۴۷۰۰ کسان «شهیدان»  کړل.

څنګه کولی شوو په دې هېواد کې مقاومت رامنځته کړو؟

څېړنې سپارښتنه کوي، چې نوې ودانۍ د زلزلې پر وړاندې مقاومت لرونکې جوړې شي او شته ودانۍ بیا ورغول شي، چې د ښویېدو شونتیا یي راکمه شي.

دوی وړاندیز کوي، چې د ښو او پر وخت خبرتیاوو لپاره باید د څارنې او خبرتیا غوره او ښه سیسټمونه رامنځته شي؛ د ټکنالوژۍ او نقشو پر کارولو په زیان منونکو سیمو کې خلکو ته د ځای پر ځای کېدو اجازه ورنکړ شي. رویټرز

Trending

Exit mobile version