نړۍ

ونزویلا کې د مرګونو زلزلو قربانیان نږدې ۱۵۰۰ ته ورسېدل؛ د ژغورنې عملیات روان دي

دا دوه زلزلې، چې د ریښتر پر کچه ۷.۲ او ۷.۵ درجې وې؛ د چارشنبې پر ورځ د کاراکاس ښار ته نږدې د «لا ګوایرا» ساحلي ایالت ولړزاوه.

Published

on

د ونزویلا چارواکو ویلي، د دې هېواد د دوه زورورو زلزلو د قربانیانو شمېر نږدې ۱۵۰۰ کسانو ته رسېدلی او د ژوندي پاتې کسانو د موندلو لپاره د ژغورنې عملیات اوس هم روان دي.

دا دوه زلزلې، چې د ریښتر پر کچه ۷.۲ او ۷.۵ درجې وې؛ د چارشنبې پر ورځ د کاراکاس ښار ته نږدې د «لا ګوایرا» ساحلي ایالت ولړزاوه.

د رسمي څرګندونو له مخې؛ تر اوسه له ۳زره ۱۰۰ څخه ډېر کسان ټپیان شوي، له ۱۲زره ۷۰۰ څخه زیات بې‌ځایه شوي او لږ تر لږه ۷۷۴ ودانۍ بشپړې یا جزوي ویجاړې شوې دي.

 

د ونزویلا سرپرستې ولسمشرې ډلسي روډریګز ویلي، د ژغورنې عملیات به تر هغې روان وي، چې د ژوندیو کسانو د موندلو هیله موجوده وي. هغې همدارنګه د زیانمنو ودانیو د خوندیتوب د ارزونې لپاره د یوې کميټې د جوړېدو، د ښوونځیو د رخصتۍ غځولو او شاوخوا ۷۵ سلنه زیانمنو سیمو ته د برښنا له بېرته رسېدو خبر ورکړی دی.

له ۲زره ۶۰۰ څخه زیاتې مرستندویه ډلې له بېلابېلو هېوادونو څخه د پرمختللو تجهیزاتو او روزل شویو سپو په مرسته د ژغورنې په عملیاتو کې برخه اخلي. په وروستیو ورځو کې یو شمېر کسان، چې ماشومان هم په کې شامل دي له کنډوالو ژوندي را ایستل شوي؛ خو کارپوهان خبرداری ورکوي، چې له ۷۲ ساعتونو وروسته د ژوندي پاتې کسانو د موندلو امکان هم کمېږي.

دغه راز د امریکا د جیولوژۍ ادارې خبرداری ورکړی، چې د نهایی قربانیانو شمېر ښايي له ۱۰ زرو څخه واوړي او دا پېښه به په لاتینه امریکا کې د وروستۍ یوې پېړۍ له مرګونو زلزلو څخه وګرځي.

له دې فاجعې وروسته د ونزویلا د نفتو تر ټولو لویه چاڼخونه هم د برښنا د پرې کېدا له کبله درېدلې او نړیوالې بشري مرستې اوس هم دغه هېواد ته رسېږي.

 

Trending

Exit mobile version