سیمه ییز خبرونه

ويليم هيګ: د بريتانيا او امريكا تر منځ همغږي به د افغانستان راتلونكې تضمين كړي

Published

on

Last Updated on: لړم ۳, ۱۴۰۱

د امريكا د بهرنيو چارو وزير جان كيري وايې، افغان ځواكونو ته به د امنيتي مسئوليتونو د لېږد پروسه د افغانستان حالاتو ته په پام په پوره احتياط سره پر مخ ځي.

د بريتانيا او امريكا د بهرنيو چارو وزيرانو له افغان حكومت سره د همكاريو پر دوام ټينګار وكړ.

د بريتانيا د بهرنيو چارو وزير ويليم هيګ له خپل امريكايي سيال جان كيري سره په ګډ خبري كنفرانس كې وويل:

د افغانستان د متحدانو په ځانګړې توګه بريتانيا او امريكا تر منځ همغږي به د افغانستان راتلونكې تضمين كړي.

ويليم هيګ همدارنګه زیاته کړه، چې ۲۰۱۳ كال به افغانانو ته ډېر مهم وي، په دې كال كې به بريتانوي او امريكايي ځواكونه اوږه په اوږه په خپلو كې كار وكړي. ما جان كيري ته د بريتانيا د لومړي وزير په كوربه توب د افغانستان، پاكستان او بريتانيا تر منځ د درې اړخيزې غونډې په باب معلومات وركړل. مونږهمدا راز په دې ناسته كې د پرمختګونو په باب خبرې وكړې، چې په راتلونكي كال كې به افغانستان ته كار وكړو څو له يو او بل سره په همغږي د لېږد له پروسې په ښه توګه ووځو.

بل خوا د امريكا د بهرنيو چارو وزير له افغان ځواكونو سره ژمنه وكړه، چې افغانستان به له ۲۰۱۴ كال وروسته يواځې نه پرېږدي او افغان ځواكونو ته به د امنيتي مسئوليتونو د لېږد پروسه په ښه توګه پر مخ ولاړه شي.

جان كيري زياته كړه، د افغانستان او امريكا تر منځ د امنيتي هوكړه ليك پر سر هم كار په ښه توګه دوام لري.

هغه همدارنګه وویل، زه ډاډ وركوم، چې د افغانانو غوښتنو ته به په غوره توګه پاملرنه كوو او د مسئوليتونو د لېږد پروسې ته به ګټورې لارې مومو.

د امريكا د بهرنيو چارو وزير همدا راز وايې، كوم تورونه چې پر امريكايي ځانګړو ځواكونو باندې د افغان حكومت له خوا لګول شوي، ترې خبر دى او دوی به يې وڅېړي.

په ورته وخت كې پنتاګون وايې، په ميدان وردګو ولايت كې له خلكو سره د امريكايي ځانګړو ځواكونو د بد چلند په باب د تورونو د سپينولو لپاره به د حقيقت موندنې كمېټه جوړه كړي.

Trending

Exit mobile version