تازه خبرونه
ویاندویان دې له رسنیو سره همکاري پراخه کړي – مجاهد
ذبیخالله مجاهد دا څرګندونې (د سېشنبې پر شپه د چنګاښ نهمه) د حکومت د اطلاعاتو او رسنیو په مرکز کې د امارتي ادارو د ویاندویانو د همغږۍ په غونډه کې کړې دي.
د اسلامي امارت ویاند ذبیحالله مجاهد د ټولو امارتي ادارو له ویاندویانو غوښتي، چې د معلوماتو د رسولو بهیر د پیاوړتیا لپاره هڅې وکړي او له رسنیو سره خپلې همکارۍ پراخې کړي.
ذبیخالله مجاهد دا څرګندونې (د سېشنبې پر شپه د چنګاښ نهمه) د حکومت د اطلاعاتو او رسنیو په مرکز کې د امارتي ادارو د ویاندویانو د همغږۍ په غونډه کې کړې دي.
هغه د معلوماتو د شریکولو او رسنیزې خبرتیا په برخه کې د ویاندویانو له هڅو ستاینه کړې او د هغوی رول یې د خبررسونې د بهیر په پیاوړتیا او انسجام کې اړین او اغېزمن بللی او د دغو همکاریو پر دوام یې ټینګار کړی.
مجاهد له ویاندویانو غوښتي، چې د حکومت د پروګرامونو د بداینې په برخه کې د مطبوعاتو او د «پرمختګ» اوبسایټ له لارې هر اړخیزه او اغېزمنه همکاري وکړي.
هغه د رسنیو رول د معلوماتو په رسولو، د عامه پوهاوي لوړولو، د واقعیتونو انعکاس او د حکومت پر وړاندې د خلکو د باور پیاوړتیا کې بنسټیز او ارزښتناک بللی دی.