لوبی

ویس عزیزي د ایران په غوره لیک کې د لوبې لپاره دغه هېواد ته سفر کوي

Published

on

(Last Updated On: لړم ۲, ۱۴۰۱)

د افغانستان د فوتبال ملي لوبډلې دروازه ساتونکی ویس عزیزي، چي د ایران تهران له نفت لوبغالي سره یې خبرې پیل کړې وې؛ په راتلونکې اوونی کی به د ایران هېواد ته سفر وکړي .

ویل کیږي، چی د تهران د نفت لوبغالي روزونکی علی دایي د ایران د غوره لیک سیالیو نیم فصل ته د دروازه ساتونکي لپاره د غوراوي درې بڼې په نظر کی نیولي، چی به دي لړ کی د افغانستان فوتبال ملي لوبډلې دروازه ساتونکی ویس عزیزی به د لبنان او سوریی له ملي لوبډلو له دروازه ساتونکیو سره په تهران کي آزمون ورکړي.

د ایران نفت لوبډله همدا اوس د ایران په غوره لیګ کې پېنځم ځای لري او په تېره اوونۍ کی وتوانید، چی د ایران فوتپال حذفي سیالیو وروستي جام ته لارپیدا کړي.

که ویس عزیزي د افغانستان د فوتبال ملي لوبډلې دروازه ساتونکی د ایران له نفت لوبغالي سره یو ځای شي دا به لومړی افغان لوبغاړی وي، چی د ایران په غوره لیک کی به لوبه وکړي.

Trending

Exit mobile version