سیمه ییز خبرونه

وېل كېږي، چې د مارشال فهيم ځاى ناستى به د هغه له نږدې ملګرو څخه وي

Published

on

Last Updated on: لړم ۳, ۱۴۰۱

د مارشال محمد قسيم فهيم له مړينې وروسته اوس د هغه د ځاى ناستي په باب خبرې كېږي. د مارشال فهيم پلويان او يو شمېر خلك له افغان ولسمشر څخه غواړي، چې هر څومره ژر دا تشه ډكه كړي.

مارشال محمد قسيم فهيم په داسې وخت كې مړ شو، چې په هېواد كې د سياسي قدرت لپاره ټاكنيزې مبارزې روانې دي. د مارشال فهيم له مړينې وروسته اوس خلك د هغه د ځاى ناستې په باب فكر كوي.

ظاهرا وېل كېږي، چې د مارشال فهيم ځاى ناستى به د هغه له نږدې ملګرو څخه وي، خو دا چې د جمعيت اسلامي په تشكيلاتو كې درځونه را منځته شوي آيا دا كار څومره شونى دى؟

احمدشاه مسعود، برهان الدين رباني، جنرال داوود داوود، مولانا عبدالرحمن سيد خيلي او عبدالمطلب بيك د جمعيت له برجسته كسان څخه شمېرل كېدل، چې اوس نشته.

بسم الله محمدي، ضرار احمد عثماني، صلاح الدين رباني او عطا محمد نور د جمعيت نور هغه كسان دي، چې همدا اوس په حكومت كې په لوړو څوكيو ناست دي.

ډاكتر عبدالله عبدالله، ضيا مسعود، او سماعيل خان په ټاكنيزو مبارزو بوخت دي.

يونس قانوني او احمد ولي مسعود، چې د جمعيت مهم غړي بلل كېږي خو په دغه ډله كې ډېر سياسي فعاليت نلري، خو ښايي د ولسمشر د لومړي مرستيال په كانديدانو كې وي.

ويل كېږي مارشال فهيم په تېرو دولسو كلونو كې د افغانستان په سياسي مسايلو كې ډېر رول درلود.

دا، چې ولسمشر حامد كرزى به د مارشال د ځاى ناستې لپاره څوك غوره كړي، په دې اړوند د بهرنيو چارو وزارت د كلتوري چارو رئيس عبدالقهار عابد داسې وايي:

د اساسي قانون له مخې كه د ولسمشر كوم يو مرستيال استعفا كوي او يا هم مړ كېږي، د افغان ولسمشر لخوا د هغه ځاى ناستى د ولسي جرګې په تائيد معرفي كېږي.

Trending

Exit mobile version