سیمه ییز خبرونه

يان كوبېش: افغان دولت ته په كار ده، چې له نړيوالې ټولنې سره په كړيو ژمنو ودرېږي

Published

on

Last Updated on: لړم ۳, ۱۴۰۱

د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو ځانګړى استازى وايي، چې افغان دولت ته په كار ده، چې د بشري حقونو د خونديتوب او د غېر قانوني اقتصاد سره مبارزې ته جدي پام وكړي. نوموړي ټينګار كړى، چې افغانستان له دوه زره څوارلسم كال وروسته د ملګرو ملتونو زياتو همكاريو ته اړتيا لري.

افغان ولسمشر حامد كرزي تېر كال د ملګرو ملتونو د امنيت شورا په غونډه كې د دغه سازمان له منشي بانكي مون سره په دې هوكړه وكړه، چې لدې وروسته به ملګري ملتونه د افغان دولت د غوښتنو له مخې همكاريو ته دوام وركوي.

په كابل كې له افغان چارواكو او مدني ټولنې سره د ملګرو ملتونو د ځانګړي استازي په غونډه كې يان كوبېش وويل:

په افغانستان كې د ملګرو ملتونو شپېته كلن حضور په مختلفو پړاوونو كې له ستونزو سره مخ شوى، خو زياته يې كړه، چې دغه سازمان ډېرې لاسته راوړنې هم درلودلى دي.

هغه افغان دولت ته وړانديز وكړ، چې بشري حقونو، د ښځو حقونو ته جدي پام وكړي او له غېر قانوني اقتصاد سره، چې زياتره د نشه يي توكو له دركه په پښو ولاړ دى، غښتلي مبارزه وكړي.

نوموړي همداراز زیاته کړه، چې تېر كال يوناما په افغانستان كې خپل نهه دفتره وتړل. زه دا احساسوم، چې افغانستان له دوه زره څوارلسم كال وروسته هم د ملګرو ملتونو همكاريو ته اړتيا لري. مونږ د مرستو د لګولو په اړوند د افغان دولت وروستۍ كړنلاره تعقيبوو او خپلې مرستې د افغان دولت او خلكو د غوښتنو او لومړيتوبونو له مخې سمبالوو. افغان دولت ته هم په كار ده، چې له نړيوالې ټولنې سره په كړيو ژمنو ودرېږي.

له بلې خوا د افغانستان د بهرنيو چارو وزير زلمى رسول ټينګار كوي، چې د بدلون د لسيزې پر مهال، چې افغانانو ته د مسئوليتونو د لېږد له بشپړېدو وروسته پېلېږي، افغان حكومت د ملګرو ملتونو د پام وړ همكاريو په تمه دى.

د هغه په وېنا افغانستان د ملګرو ملتونو له حضور سره موافق دى او اوس دا فرصت شته، چې تر دوه زره شلم كال پورې د ملګرو ملتونو د همكاريو پر څرنګوالي خبرې وكړو.

نوموړی زیاته کړه، چې افغان حكومت به له تاسو سره خپلې مثبتې او منفي تجربي شريكې كړي تر څو د حساب وركولو متقابله همغږي رامنځته شي، چې دا به په چارو كې د شفافيت لامل شي.

په دغه غونډه كې د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو ځانګړي استازي له مرستندوېه هېوادونو وغوښتل، چې له افغانستان سره خپلې همكارۍ د افغان دولت د لومړيتوبونو له مخې تنظيم كړي.

Trending

Exit mobile version