سیمه ییز خبرونه
يان كوبېش: ورانكارو ته اجازه ورنكړئ، چې د ټاكنو د تر سره كېدو پر وړاندې خنډ شي
ملګري ملتونه له افغانانو غواړي، چې ورانكارو ته اجازه ورنكړي چې دوی له خپلې راتلونكې بې برخې كړي. د افغانستان لپاره د دې سازمان ځانګړي استازي له ټولو افغانانو وغوښتل، چې د رايي د وركولو له حق څخه ګټه واخلي او ورانكارو ته اجازه ورنكړي، چې په سوله ييزه توګه د ټاكنو د تر سره كېدو پر وړاندې خنډ شي.
راتلونكو برخليك ټاكونكو ټاكنو ته يواځې اولس ورځې پاتې دي، خو داسې ښكاري، چې د افغانستان لپاره د ملګرو ملتو ځانګړى استازى په دې بهير كې د احتمالي لاسوهنو په باب اندېښنه لري.
د افغانستان لپاره د ملګرو ملتو ځانګړى استازى یان کوبېش ووېل، راتلونكې ټاكنې د افغانستان د سياسي او بنسټيز ثبات لپاره ځانګړى ارزښت لري.
نوموړی همدارنګه زیاتوي، چې په بريالېتوب سره د ۲۰۱۴ كال د اپريل ټاكنې افغانستان ته د سياسي بنسټونو د پياوړتيا په برخه كې زياتې مهمې دي. زه د ټاكنو له اړوندو بنسټونو غواړم، چې په بشپړ شفافيت كې په خپلو پرېكړو او كار كې ژمن پاتې شي. د دې تر څنګ د ټاكنو چارواكي مسئوليت لري، چې سوله ييزو او معتبرو ټاكنو ته زمينه برابره كړي. زه له ټولو كانديدانو غواړم، چې د خپلو پلويانو كړنې او فعاليتونه له درغليو سره د سخت مخالفت لپاره عياري كړي.
يان كوبيش چې په افغانستان كې د يوناما مشري په غاړه لري، له ټولو هغو افغانانو، چې د رايو د وركړې پر شرايطو برابر دي غواړي، چې خپلې رايي استعمال كړي.
هغه همدارنګه وایي، چې ورانكارو او ترهګرو ته اجازه مه وركوئ، چې تاسو د خپلې راتلونكې د ټاكنې له حق بې برخې كړي. په ټاكنو كې د رايي وركونكو، مسئولينو او څارونكو په توګه ګډون د زور، تاوتريخوالي او وېرې د نه منلو په معنا ده او دا يوه وسيله ده، چې ستاسو سرلوړى ملت خپله مشرتابه ټاكي. زه غواړم، چې زيات روښانه كړم چې حتى د طالبانو په څېر ډلې چې ټاكنې ردوي، مكلف دي چې د دې مدني بهير درناوى وكړي.
هغه زياتوي، چې امنيت پر ټاكنو زيات اغېز لري، او د طالبانو په وروستي دريځ سخت ناراحته دى، چې په يوې اعلاميه كې يي د ټاكنو د ګډوډولو ګواښ كړى. په همدې حال كې د نوموړي په وېنا، د افغانانو په مشرۍ د ټاكنو د مديريت لپاره هڅې روانې دي.