تازه خبرونه

ينس: د افغانستان امنيتي حالات څارو

Published

on

(Last Updated On: لړم ۲, ۱۴۰۱)

د ناټو عمومي منشي د افغانستان له ستونزو ډک امنیتي حالت د څارلو خبر ورکوي. ینس ستولتنبرګ څرګندويچې په افغانستان کې د ناټو حضور د وسله والو طالبانو او نورو ترهګرو ډلو د تاوتریخوالي له کبله دی.

هغهډاډ څرګند کړ چې د امریکا نوی ولسمشر او حکومت به یې له افغانستان سره خپلو همکاریو ته دوام ورکړي.

د ناټو د بهرنیو چارو وزیرانو د غونډې له پیل مخکې د دغه سازمان ريیس ینسستولتنبرګ د افغانستان د حالاتو نازک او ستونزمن انځور وړاندې کړ. ده وویل چې ناټو ځکه په افغانستان کې ده چې طالبان او نور سخت دریځي تاوتریخوالي ته لمن وهي.

د ناټو عمومي منشي ینس ستولتنبرګ وايي: “مونږ هېڅکله هم د افغانستان ماموریت اسانه نه دی ګڼلی او په دې پوهېدو چې دا یو سخت ماموریت دی او تاوتریخوالی به دوام مومي. مونږ به د طالبانو او نورو سخت دریځو له بریدونو خوندي نه وو. له همدې کبله مونږ د افغان ځواکونو ملاتړ کوو. دا هم جوته ده چې افغان ځواکونه قوي مورال لري.”

ده وویل چې په وارسا او بروکسل کې له افغانستان سره لهژمنه شوو مرستو دا ښکاره شوه چې نړیوال د افغانستان ملاتړ ته دوام ورکوي. ده د افغانستان په هکله د امریکا د نوي ولسمشر د ناڅرګند دریځ په هکله وویل: “د بروکسل په راتلونکې غونډه کې به د امریکا لهنوي ولسمشر ډونالد ټرمپ سره د افغانستان په مسایلو خبرې وکړم. د افغانستان ماموریت د ناټو تر ټولو ستر ماموریت دی. ټرمپ ولسمشر غني ته په ټليفوني خبرو کې ډاډ ورکړی چې له افغانستان سره به خپلو همکاریو ته دوام ورکوي.”

ټاکل شوې چې د ناټو عمومي منشي به د چارشنبې په ورځ د افغانستان د بهرنیو چارو له سرپرست وزیر سره وګوري. د ناټو عمومي منشي ویلي چې د افغانستان شرایطو ته په کتو به امریکا او ناټو لا ډېر نږدې شي او کارونه به همغږي کړي.

Trending

Exit mobile version