تازه خبرونه

يه زابل کي لاريونکوونکيو د کندهار – کابل لويه لار د ترافيکو پر مخ وتړله

Published

on

(Last Updated On: لړم ۲, ۱۴۰۱)

په زابل کي قهريدلو لاريونکوونکيو د کندهار- کابل لويه لار د ترافيکو پر مخ تړلې ده.

ياد لاريون، چي د شنبې په ورځ( د سلواغې ۲۳)  د دې ولايت په شهرصفا ولسوالۍ کي سلګونه اوسيدونکیو پيل کړی؛ موخه يي په دې ولسواليو کي د بهرنيو ځواکونو د شپنيو عملياتو بنديدل دي.

لاريونکوونکي د بهرنيانو او د ولسوالۍ د ځايي امنیتي چارواکو پر ضد شعارونه ورکوي او د ولسوالۍ د ملي امنيت د مدير او مرستيال د ژر ليري کيدو غوښتنه کوي.

لاريون کوونکي ادعا کوي، چي بهرنيو ځواکونو په دې ولسوالۍ کي پر کورونو چاپي وهلي او بيګناه کسان يي نیولي، بيولي او زنداني کړي دي.

دوی د نیول شویو کسانو د خوشي کولو غوښتنه هم کوي.

لاریونوال له افغان دولت څخه غوښتنه کوي، چي نوره د دا ډول چاپو مخه ونيسي.

د زابل والي بسم الله افغانمل هم د لاريونکوونکیو ادعاوي تائيدوي او وايي، چي په دې برخه کي به د خپل مسووليت له مخي اقدام وکړي. 

Trending

Exit mobile version