سیمه ییز خبرونه
يوافغان د سوكوهنې الكترونيكي كڅوړه(زمزك) اختراع كړه
Last Updated on: لړم ۳, ۱۴۰۱
افغان مخترع سيد ظهورالدين محمود، چې د سوكوهنې په الكټرونيكي اختراعاتو كې شل كلنه مخينه لري؛ له ۲۰۰۶ م كال راهيسې يې په لنډن ښار كې په كار پيل كړى، لومړنۍ لاسته راوړنه يې د سوكوهنې هغه الكترونيكي كڅوړه ده، چې په ۲۰۱۲م كال كې يې اختراع كړه او د دې ښار د اختراعاتو۱۲۱ مقام يې خپل كړ.
دا كڅوړه، چې د سوك د گوزار كچه ښيي؛ دا وړتيا هم لري، چې د مقابل لوري څېره هم څرگنده كړي.
افغان مخترع سيد ظهورالدين محمود له افغان دولته سرټكوي او وايي، چې دى يې هيڅ ونه ستايه.
د افغانستان د ورزشكارانو ملي اتحاديې رييس سيد محمود ضيا دشتي وايي:
دا زمزك به نه يوازې سوكوهونې په ډگر كې گټور وي، بلكې د افغانستان د برېښنايي صنعت په وده او پراختيا كې به هم مرسته وكړي.
د يدونې وړ ده، چې دا لومړنۍ برېښنايي متحركه كڅوړه ده، چې د يو افغان له خوا اختراع شوې ده.