سیمه ییز خبرونه

يوناما د ټاكنيزو كميسيونونو د ملاتړ پر اړتيا ټينگار وكړ

Published

on

Last Updated on: لړم ۳, ۱۴۰۱

په داسې حال كې چې په ۳۱ ولايتونو كې د ټاكنيزو درغليو او سرغړونو ادعاوو ته په غبرگون كې د ټاكنو خپلواك كميسيون بيا د راى پاڼو شمېرل پيل كړي، د افغانستان لپاره د ملگرو ملتونو ځانگړي استازي له ټاكنيزو كميسيونونو څخه د ملاتړ پر اړتيا ټينگار كړى دى.

په افغانستان كې د ملگرو ملتونو د سياسي څانگې وياند نظيف الله سالارزى وايي، يان كوبيش د افغانستان د بشر د حقونو د خپلواك كميسيون له مشرې سره په ليدنه كې ويلي، چې د ټاكنو خپلواك كميسيون او د ټاكنيزو شكايتونو خپلواك كميسيون بايد په بشپړې روڼتيا او خپلواكۍ ټاكنيز شكايتونه او درغلۍ وڅېړي او پاكې رايي له ناپاكو بېلې كړي.

يان كوبيش همدا راز د ولسمشرۍ له كانديدانو غوښتي، چې د ټاكنو مشروع پايلې ومني او همدا راز يې د رايو پر شفافې شمېرنې ټينگاركړى دى.

د ولسي جرگې غړى فاروق نظري ټينگار كوي، چې په ټاكنو كې د خلكو پراخ حضور بايد ټاكنيزې سرغړونې او درغلۍ تر سيوري لاندې رانولي.

دوي وايي، ټاكنيز بنسټونه بايد خپلې چارې په روڼ ډول تر سره كړي، چې د ټاكنو مشروعيت تضمين شي.

كه څه هم د ټاكنو خپلواك كميسيون او د ټاكنيزو شكايتونو كميسيون پخوا ويلي، چې په ټاكنو كې زياته درغلي شوې؛ هيڅكله به اجازه ورنكړو، چې دا درغلي د يوه مشخص كانديد په گټه وشمېرل شي.

Trending

Exit mobile version