سیمه ییز خبرونه

يونسكو په افغانستان كې ۳ ميليون ماشومانو ته د زده كړې زمينه برابروي

Published

on

Last Updated on: لړم ۳, ۱۴۰۱

يونسكو ژمنه كوي، چې تر ۲۰۱۵م كال پورې به هغه درې ميليون ماشومانو ته د زده كړې زمينه برابره كړي، چې په افغانستان كې له زده كړې پاتې دي.

د افغانستان د پوهنې وزير له خلكو وغوښتل، چې د خپلو اولادونو د تعليم په لاره كې همكاري وكړي.

د ملگرو ملتونو د فرهنگي ادارې يا يونسكو مشرې ايرينا باكوا د شنبه په ورځ(د غويى۲۸) په كابل كې د نجونو له يوې ليسې څخه د ليدنې په وخت په افغانستان كې د پوهنې پرمختگ د پام وړ وباله.

هغه زياتوي، چې اوس هم  د ښوونې او روزنې په ډگر كې ډېرې ستونزې شته.

هغې د ښوونځيو بندوالى او د زده كوونكيو او په تېره بيا د نجونو د تعليم په وړاندې  گواښ او په ځينو ځايونو كې ښوونځي ته د نجونو نه پريښودل د ستونزو په توگه يادوي.

د ملگرو ملتونو د فرهنگي ادارې يا يونسكو مشره ايرينا باكوا وويل:

مونږ يوه نړيواله ناسته لرو او هڅه كوو، چي ۶۳ سلنه په شرايطو برابرو ماشومانو ته د ښوونې او روزنې امكانات برابر او په ښوونځيو كې  شامل كړو، چې يوازې درې ميليون يې په افغانستان كې دي.

د پوهنې وزير فاروق وردگ وايي:

د هېواد دښمنان د پوهنې په برخه كې شوي پرمختگونه نه شي زغملاى؛ نو له همدې كبله په بېلابېلو بڼو غواړي د دې بهيرپه وړاندې ستونزې جوړې كړي.

هغه له ميندو او پلرونو وغوښتل، چي ښوونځيو ته  د خپلو اولادونو د تلو مخه ونه نيسي .

د پوهنې وزارت وايي، له هغو ۱۰۰۰ ښوونځيو، چې  په هېواد كې د امنيتي ستونزو له كبله تړل شوي ول ۷۰۰ يې پرانيستل شوي او د پاتې نورو د پرانيستلو په موخه هم هڅې روانې دي.

Trending

Exit mobile version