سیمه ییز خبرونه

يونيسف، پوهنې وزارت ته اته شپيته اعشاريه پېنځه ميليون دالر وركوي

Published

on

(Last Updated On: لړم ۳, ۱۴۰۱)

د ماشومانو لپاره د ملگروملتونو وجهي صندوق( يونيسف) د افغانستان د پوهنې له وزارت سره اته شپيته اعشاريه پېنځه ميليون دالر مرسته كوي.

په كابل كې د دغې مرستې تړون د شنبې په ورځ(د وري۱۰) د پوهنې د وزير فاروق وردگ او د يونيسف د استازي پيتر كلوري تر منځ لاسليك شو.

په ټولينزه توګه د دغو مرستو په لگيدو به څه باندې نيم ميليون ماشومانو ته د زده كړې زمينه برابره شي.

د پوهني وزيرداكتر فاروق وردگ وايي، چې:

د يونيسف دا مرسته به په دوه كلونو كې د متوازنو ښوونيزو خدمتونو د وړاندې كولو او په ځانگړي توگه په ښوونځيو كې د نجونو د تعليم لپاره د زمينو په برابرولو ولگول شي.

نوموړى وايي، چې:

په غور، دايكندي او باميانو كې به د اويا ښوونځيو لپاره نوې ودانۍ جوړې  او په روان عيسوي كال كې به په دغو ولايتونو كې  د درويشتو ښوونځيو چارې بشپړې شي.

يوولس نور هغه ښوونځي، چې په شمالي ولايتونو كې يې چارې نيمگړې پاتې دي، هم په همدې مرستې ورغول شي.

په افغانستان كي د يونسف استازى پيتر كلوري وايي:

خلك له دوه زره څوارلسم كال وروسته فكر كوي، چې څه به كيږي. دلته زمونږ حضور اوږدمهالى دى او مونږ به خپلې مرستې دوه برابره كړو، چې له دغې لارې له افغانانو سره مرسته وكولى شو.

يونيسف په ښوونځيو كې د نجونو فيصدي د پام وړ بولي او زياتوي، چې:

دغه سازمان تيارى دى د افغانستان د پوهنې له بهير سره له دوه زره څوارلسم كال وروسته هم خپلو مرستو ته دوام وركړي.

Trending

Exit mobile version