سیمه ییز خبرونه

يوه دوه ویشت مياشتنۍ ماشومه د خپل تره له خوا په چاقو وژل شوې ده

Published

on

Last Updated on: لړم ۳, ۱۴۰۱

په فارياب كې يوه دوه ویشت مياشتنې ماشومه د خپل تره له خوا په چاقو وهل شوې او وژل شوې ده.

د فارياب د قيسار ولسوالې په جورلق كلې كې د كورني تاوتريخوالي له امله يوه تره خپله دوه ويشت مياشتنې ماشومه وريره پريسا په چاقو او بېلچې وهلې او وژلې يې ده.

د فارياب د والي وياند احمد جاويد بيدار د دغې پيښې د پخلي تر څنګ وايي، چې د دغې انجلۍ تره د پوليسو له خوا نيول شوى دى.

په فارياب كې د بشري حقونو د سيمه ايزې څانګې مشر سيد حفيظ الله فطرت وایي:  د دغې وړې ماشومې وژل د بشري حقونو د سيمه ايزې څانګې اندېښنې هم را پارولي دي.

په همدې حال كې د افغانستان د بشري حقونو خپلواك كميسيون دغه پېښه په كلكه غندي.

دا پېښې په داسې حال كې را مېنځ ته كېږي، چې له دې وړاندې د فارياب په شرين تګاب ولسوالۍ كې يوه مېرمن او د هغې دوه ماشومان د نامعلومو وسله والو كسانو له خوا وژل شوي وو.

Trending

Exit mobile version