سیمه ییز خبرونه
يوې زورورې چاودنې د هلمند مركز لښكرگاه ولړزوله
(Last Updated On: لړم ۳, ۱۴۰۱)
د خپرو شويو گزارشونو له مخې نن سه شنبه 10.15 له غرمې مخكې يو ځانمرگي بريد كوونكي ، چې چاوديدونكي توكي يې په يو تېز رفتار موټر كې ځاى پر ځاى كړي وه د هلمند ولايت په مركز لښكر گاه ښار كې وچول.
د تر لاسه شوي گزارش پر بنسټ په دې بريد كې د لښكرگاه ښاريانو ته هم مرگ و ژوبله اوښتې ده.
ويل كيږي، چې په پوليسو كې هم مرگ و ژوبله رامنځته شوې ،خو بشپړ جزييات به يې وروسته په ډاگه شي.