تازه خبرونه
يو سوداګر د سړي تښتوونکیو له منګولو وژغورل شوـ کابل پولیس
(Last Updated On: مرغومی ۱۴, ۱۴۰۱)
د کابل امنيه قومندانۍ وياند خالد ځدراڼ نن سهار (د مرغومي ١٣ ) ويلي، چې امنيتي ځواکونو د کابل ښار د څلورمې امنيتي حوزې اړوند په تايمني سيمه کې يو سوداګر د سړي تښتوونکیو له منګولو ژغورلى دى.
نوموړي زياته کړې، چې امنيتي ځواکونو د دې خبر په ترلاسه کولو سره عاجل اقدام وکړ او له معلوماتو وروسته د تښتوونکیو او امنيتي ځواکونو تر منځ وسلواله نښته وشوه، چې په کې څلور سړي تښتوونکي ووژل شول او سوداګر يې له منګولو وژغورل شو.