سیمه ییز خبرونه
يو شمېر دولتي چارواكي د نشه يي توكو په قاچاق كې ښكېل دي
د كورنيو چارو وزارت له نشه يي توكو سره د مبارزې معينيت وايي، چې:
په حكومت كې داسې چارواكي شته، چې د نشه يې توكو قاچاقچيانو ته د قاچاق زمينه برابروي.
كه څه هم د كورنيو چارو وزارت له نشه يي توكو سره د مبارزې مرستيال باز محمد احمدي د كوم چا نه نوم نه اخلي؛ خو زياتوي، چې په قاچاق كې د دغو چارواكو رول خپل اغېز لري.
د هغه په وينا، له نشه يي توكو سره د مبارزې په اړه په نړيوالو مرستو كې د پام وړ لږوالى راغلى، چې دوى يې اندېښمن كړي دي.
د ښاغلي احمدي د معلوماتو له مخې له نشه يي توكو سره د مبارزې پوليسو په تېر كال كې له شپېته زره كيلو گرامو زيات نشه يي توكي، الكولي مشروبات او يو شمېر قاچاقگر نيولي دي.
د كورنيو چارو وزارت له نشه يي توكو سره د مبارزې مسوولين وايي، چې:
په افغانستان كې د ټولو نشه يي توكو نږدې نوي په سلو كې د افغانستان په سويل لويديځو هغو ولايتونو كې توليديږي، چې په غير مستقيم ډول د وسلوالو مخالفينو تر حاكميت لاندې دي.