سیمه ییز خبرونه
يو شمېر زور واكو د افغانستان بازار انحصار كړى دى
د افغانستان د شفافيت اداره وايي، چې د افغانستان بازار ځينو محدودو كسانو انحصار كړى دى. د نوموړې ادارې د رپوټ له مخې د افغان دولت نيمګړي پلانونه د دې لامل شوي، چې يو شمېر زور واكي د افغانستان د بازار واګي په خپل كنټرول كې راولي او د خوراكي او سون توكو بيې لوړې كړي.
په داسې حال كې، چې په بازار كې د خوراكي او سون توكو بيې مخ په لوړېدو دى، د افغانستان د شفافيت ادارې رئيس يما ترابي وايي:
د دولتي لوړ پوړو چارواكو په همكارۍ يو شمېر زور واكو د افغانستان بازار انحصار كړى دى.
نوموړی پر افغان حكومت نيوكه كوي، چې د كمزوري سياست له كبله يو شمېر زورواكي لاپسي غښتلي شوي او د افغانستان اقتصادي بازار يې په خپله ولكه كې اخيستى دى.
خوراكي توكي، درمل، ګاز هغه لومړني مواد دي، چې ځينو كسانو انحصار كړي دي.
ترابي پر مرستندوېه ادارو او نړيوالو قووتونو هم نيوكه كوي، چې د داوطلبۍ په برخه كې هېڅ ډول معيار په پام كې نه نيسي.
په دې وروستيو كې د افغانستان په بازارونو كې خوراكي او نور لومړني توكي ډېر ګران شوي او د نرخونو په كنټرولولو كې د حكومت هڅې هم چندان اغېزناكې نه تمامېږي.