سیمه ییز خبرونه
يو شمېر سوداگرو د امنيتي تړون د لاسليك غوښتونكي شول
په واشنگتن كې د امريكا او افغانستان د سوداگرۍ د گډې خونې نهمه كلنۍ ناسته پيل شوه . په دې ناسته كې سوداگرو له امريكا سره د امنيتي تړون د لاسليك غوښتنه وكړه.
دوى وايي كه، له امريكا سره دغه سند لاسليك نه شي؛ نو د تېرو دولس كلونو اقتصادي لاسته راوړنې به له ستونزو سره مخ شي.
د افغانستان د سوداگرۍ او صنايعو خونې د مديره پلاوي رييس حسين فهيم وايي:
د افغانستتان او امريكا د سوداگرۍ او صنايعو خونو گډه ناسته د دواړو هېوادونو د اقتصادي او سوداگريزو حكومتي چارواكو په گډون پيل شوې او تر درې ورځو به روانه وي.
په متحده اماراتو كې د افغان سوداگرو استازى عبيد الله صدرخېل وايي:
د دې ناستې خبرې اترې د افغانستان د ترانسپورت، كانونو، كرنې، اړيكو، برښنا او سړك جوړولو په برخه كې پر پانگونې راڅرخيدلې دي.
د دې ناستې سوداگرو د امنيتي سند لاسليك د پانگونې د ودې او پراختيا ضامن وگاڼه.
په دې ناسته كې د افغان بيسيم مخابراتي شركت استازي ويلي، چې:
دې شركت د افغانستان د مخابراتو په برخه كې په ځانگړي توگه د گرځند آسانتياوې برابرې كړي دي.
ويل كيږي، چې امنيتي ستونزې په دې هېواد كې د پانگونې په وړاندې ستر خنډ دى.