سیمه ییز خبرونه

يو شمېر سياسي ائتلافونو ((د افغانستان ټاکنيز اتحاد )) په نوم هوکړه وکړه

Published

on

Last Updated on: لړم ۳, ۱۴۰۱

يو شمېر سياسي ډلو، مطرحو څېرو او سياسي ائتلافونو((د افغانستان ټاکنيز اتحاد )) په نوم د نوي سياسي  تشكيل هوکړه ليک لاسليک کړ. د دغه اتحاد په اعلاميه كې راغلي، چې دغه اتحاد د ټولنيزو ستونزو د حل او سولې او ثبات د ټينگښت په موخه د يو ملي پروگرام له مخې، په سياسي جوړښت کې د بنسټيزو اصلاحاتو راوستو، د قومونو عادلانه مشارکت او د واک متوازن وېش لپاره کار کوي.

د جمعيت اسلامي د سياسي كميټې رييس عبدالستار مراد وايي:

په دغه ټاکنيز اتحاد کې د جنرال دوستم په مشرۍ ملي جنبش گوند، د احمدضيا مسعود په مشرۍ ملي جبهه، د داکتر عبدالله په مشرۍ ملي ائتلاف، د امرالله صالح په مشرۍ د “روند سبز” په نوم خوزښت، د محمدمحقق په مشرۍ د افغانستان د خلکو وحدت گوند، د سيدعلي کاظمي په مشرۍ د ملي اقتدار گوند، د صلاح الدين رباني په مشرۍ جمعيت اسلامي گوند، د محمديونس قانوني په مشرۍ د افغانستان نوين گوند، د قربان علي عرفاني په مشرۍ د وحدت ملت افغانستان گوند، د ملا عزت الله په مشرۍ د افغانستان د عربو قوم گوند، د عدالت او پراختيا گوند، د افغانستان د قومونو گوند، د نورالحق علومي په مشرۍ د افغانستان متحد گوند او د افغانستان د ترکمنو ټولنيز بنسټ، شامل دي.

د ملي ائتلاف رهبر داكتر عبدالله عبدالله وايي:

د ولسمشرۍ د کانديد او د هغه د مرستيالانو په اړه به د اتحاد عالي مشورتي شورا، چې په اتحاد کې د شاملو گوندونو او سياسي خوزښتونو له استازيو جوړه ده، پرېکړه کوي.

د بلخ والي عطا محمد نور له  زلمى خليل زاد او علي احمد جلالي او نورو سياسي ډلو وغوښتل، چې په دغه اتحاد كې ورگډ شي.

كه څه هم په دې اتحاد كې را ټولو شويو څېرو څو ورځې مخكې په كابل كې له مطرحو سياسيتوالو، زلمي خليلزاد او علي احمد جلالي سره هم ليده كاته درلودل،خو په نوي اتحاد كې زلمى خليزاد او علي احمد جلالي نه تر سترگو كيدل.

Trending

Exit mobile version