سیمه ییز خبرونه

يو شمېر سياسي مشرانو د مجاهدينو په ځينو رهبرانو نيوكه وكړه

Published

on

Last Updated on: لړم ۳, ۱۴۰۱

يوويشت كاله وړاندې د داكتر نجيب الله  حكومت راوپرځيد او مجاهدين كابل ته  دننه شول، خو له دې بريا ډېر وخت نه و تېر، چې په هېواد كې كورنۍ جگړې پيل شوې.

د غويي د اتمې يا د مجاهدينو د برياليتوب د كليزې د نمانځنې په درشل كې ځينو سياسي مشرانو د مجاهدينو په ځينو رهبرانو نيوكې پيل كړې دي.

د افغانستان د اسلامي گوند مشرعبدالهادي ارغنديوال وايي:

د مجاهدينو له برياليتوب وروسته په افغانستان كې گډې موخې تعقيب نه شوې او  د بهرنيو توطيو له مخې، مجاهدين په خپلو كې ونښتل.

جهادي مشر محمد اكبري وايي:

د اوسنى دولت ځينو جهادي مشرانو د مجاهدينو كورنيو ته پاملرنه نه ده كړې.

د افغانستان د ملي ائتلاف د مشر داكتر عبدالله عبدالله په وينا، دا مهال په افغانستان كې د زياتو مجاهدينو كورنۍ د ژوند په بد حالت كې دي.

سبا د غويي اتمه د مجاهدينو د برياليتوب له كليزې سره سمه ده، چې  هر كال يې زيات سياسي بهيرونه د بېلابېلو غونډو له لارې نمانځي.

Trending

Exit mobile version