سیمه ییز خبرونه

يو شمېر سيمې د پټو معاملو په ترڅ كې پاكستان ته پرېښودل شوې دي

Published

on

(Last Updated On: لړم ۳, ۱۴۰۱)

ګوشتې ولسوالۍ ته د ولسي جرګې تللى پلاوى وايي، چې ډيورنډ كرښې ته څېرمه د ننګرهار په ګوشتې ولسوالۍ كې يو شمېر سيمې د پټو معاملو په ترڅ كې پاكستان ته پرېښودل شوې دي.

د دغه پلاوي غړي زیاتوي، چې پاكستان په ګوشته كې پر افغانانو پاكستانۍ پېژند پاڼې وېشلي دي او عملا په دغو سيمو كې پاكستان حكومت كوي.

له تېرو څو كلونو راهيسې ډيورنډ كرښې ته څېرمه د افغانستان په خاوره د پاكستان د پوځ له بريدونو وروسته دا ځل د ننګرهار په ګوشته ولسوالۍ كې له ډيورند كرښې د پاكستاني ځواكونو تجاوز د دې لامل شو، چې تېره چهارشنبه (د غویی ۱۱ ) افغان او پاكستاني ځواكونه يو پر بل ډزې وكړي.

په جګړه كې يو افغان سرتېرى ووژل شو او څو نور ټپيان شول.

د افغانستان له ولسي جرګې څخه ګوشتې ته تللى پلاوى نعیم حمیدزی لالی او عبدالطیف پدرام وایی، د ګوشتې ځيني سيمې د پټو معاملو په ترڅ كې په سيستماتيك ډول پاكستان ته پرېښودل شوي او اوس عملا هلته د پاكستان واكمني چلېږي.

كه څه هم د پاكستاني ځواكونو په وړاندې د افغان سرتېرو غبرګون او مېړانه د ولسي جرګې د غړو لپاره د ستاېنې وړ دى، خو ټينګار كوي، چې دا ستونزه بايد له ديپلوماتيكو لارو حل شي.

دا په داسې حال كې ده، چې افغان ولسمشر حامد كرزي د يوې خبري غونډې په ترڅ كې په ډاګه كړه، چې افغانانو ته د ډيورنډ كرښه رسميت نلري او پر افغانانو د ډيورنډ كرښې د تپلو لپاره د پاكستان هڅې به هېڅ وخت نتیجه ورنكړي.

Trending

Exit mobile version