1393ټاكنې
ټاكنيز كمپاينونو دې سويل ختيځ زون ته هم وغزيږي
په سويل ختيځ زون كې د بشر د حقونو خپلواك كميسيون سيمه ييز رييس پوهنيار نوراحمد شهيم په سويل ختيځ زون كې د بشر د حقونو خپلواك كميسيون د سيمه ييز دفتر چارواكو د ولسمشرۍ پر كانديدانو له دې كبله نيوكه وكړه، چې تر اوسه يي د خپلو پروگرامونو او كړنلارو په تړاو د دې زون په اړوند ولايتونو او سيمو كې غونډې نه دې جوړې كړي.
د پكتيا يو شمېر اوسيدونكي د ولسمشرۍ له كانديدانو غواړي، چې خپل ټاكنيز كمپاينونه دې په كابل كې نه محدودوي او ولايتونو ته دې هم سفرونه پيل كړي.
د پكتيا امنيه قوماندان مل پاسوال زلمى اوريا خېل وايي:
د پكتيا ولايت امنيتي ځواكونه د كانديدانو د ټاكنيزو كمپاينونو د امنيت ساتنې توان لري؛ كانديدان كولى شي د پكتيا ليرې پرتو سيمو كې هم خلكو ته خپل پروگرامونه بيان كړي.
پكتيا ۱۳ ولسوالۍ لري او امنيتي چارواكي يې وايي، چې په دې ټولو ولسواليو كې د ټاكنو د تر سره كيدو لپاره چمتوالى شته او دا ملي بهير به له ننگونو سره مخ نشي.