1393ټاكنې
ټاكنې له سرغړونو او درغليو تشې نه وې- د بغلان اوسيدونكي
(Last Updated On: لړم ۳, ۱۴۰۱)
د بغلان اوسيدونكي وايي، د ولسمشرۍ دوه يم پړاو ټاكنې له سرغړونو او درغليو تشې نه وې.
د رنگ پاكيدل، د جعلي كارتونو كارول، د راى وركولو مركزونو ته نژدې د نوماندانو انځورونه لگول، د څاروونكيو گواښل او د راى پاڼو لږوالى هغه څه دي، چې تراوسه يې په اړه شكايت شوى دى.
هغه څارونكي، چې د غبرگولي په ۲۴ مه يې په بغلان كې ټاكنې څارلې هم د گوتو د رنگ له پاكوالي شكايت كوي.
په بغلان كې د ټاكنو خپلواك كميسيون مسوول امان الله حبيبي وايي، مستند شكايتونه به وڅيړل شي.
تراوسه، چې كوم څه د ولسمشرۍ د دوه يم پړاو په ټاكنو كې د څارونكيو له خوا د درغلۍ او رغړونې په توگه د شكايتونو په توگه ثبت شوي هغه څه دي، چې د ولسمشرۍ په لومړي پړاو ټاكنو كې د شكايتونو په ټيټه كچه كې راتلل .