تازه خبرونه
ټاکل شوې، چې د بروکسل غونډه سبا ته پیل شي
د بروکسل په ناسته کې د افغانستان په ګډون د اویا هېوادونو او دېرش نړیوالو سازمانونو استازي ګډون کوي.
د دغې ناستې په بهیر کې به مرستندویه هېوادونه له افغانستان سره خپلې مرستې اعلان کړي.
د مالیې وزیر اکلیل حکیمي وایي، چې فرانسې، جرمني، امریکا، بریتانیا، فنلنډ او یو شمېر نورو هېوادونو له افغانستان سره خپلې مرستې کړې دي.
د بریتانیا حکومت د بلجیم په پلازمېنه بروکسل کې د افغانستان په اړه د مرستندویانو له کنفرانس وړاندې له افغانستان سره د راتلوونکیو څلورو کلونو لپاره د پرمختیايي مرستو کچه معلومه او د دغه هېواد سفیر په کابل کې وویل، چې هېواد به یې اووه سوه پنځوس میلیون پونډه نوې مرسته له افغانستان سره وکړي.
دغه مرسته یو میلیارد امریکایي دالره کیږي، چې د بریتانیا د سفیر په وینا به په افغانستان کې پر کارموندنه، پوهنه، روغتیا او د اقتصادي بنسټونو پر جوړونه ولګول شي.
افغان حکومت د بروکسل له کنفرانسه تمه لري، چې د نړیوالې ټولنې درې نیم میلیارد دالره مرستې جلب کړي.
د یادونې وړ ده، چې له افغانستان سره د نویو مرستو پر حساب ورکولو بشپړ ټینګار شوی او افغان چارواکي به یې د لګولو حساب نړیوالې ټولنې ته ورکوي.