سیمه ییز خبرونه
ټاکل شوې، چې نن د ولسمشرۍ د ټاکنیز تیم غړي خبلمنځۍ خبرې وکړي
Last Updated on: لړم ۳, ۱۴۰۱
ټاکل شوې، چې نن جمعه(د چنگاښ۱۳) د عبدالله عبدالله او اشرف غنی د تیمونو تر منځ د ټاکنیزو اختلافاتو په اړه له نږدې خبرې وشي.
د عبدالله عبدالله او اشرف غني تیمونو منلې، چې د دغو خبرو اترو زمینه ورته د ولسمشرۍ لومړي مرستیال یونس قانونی برابره کړې ده.
د اشرف غني د تیم یو غړي طاهر زهیر په دې خبرو اترو کې د کومې سیاسي معاملې وړاندوینه رد کړه.
زهیر وایي، اشرف غنی له وړاندې بر ملي مشارکت ټینگار کړی اغو د ائتلافي حکومت جوړول یې رد کړي دي.
د عبدالله عبدالله د تیم غړي مجیب الرحمان رحیمي هم د سیاسي معاملې او ائتلافیي حکوکت پر جوړولو د دواړو مشرانو د توافق خبرې رد کړې.
د دواړو نوماندانو خبرو ته په داسې مهال زمینه برابریږي، چې امریکایی جمهوری غوښتونکی جان مکین کابل ته رارسیدلی او د ټاکنو پایلې به هم د دوشنبې په ورځ (د چنگاښ ۱۶) اعلان شي.