تازه خبرونه
ټاکل شوې، چې یو امریکایي پلاوی په دوحه کې د ا.ا.ا له پلاوي سره وویني
رویترز څرګنده کړې؛ دوحې ته د ا.ا. د لوړ پوړي پلاوي له سفر سره جوخت د امریکا د بهرنيو چارو وزارت یو پلاوی هم دوحې ته رسېدلی او تمه ده، چې نن او سبا به د امیرخان متقي پر مشرۍ له افغان پلاوي سره وګوري.
له افغانستان څخه د سرتېرو له ایستلو او واک ته د اسلامي امارت له رسیدو وروسته به دا د امریکا او ا.ا د دوه لوړ پوړیو چارواکو لومړنۍ ناسته وي.
په دې ناسته کې به د امریکا د بهرنیو چارو وزارت د استازیو په ګډون د یو اس ای ډي او د امریکا د استخباراتي ټولنې استازي برخه ولري.
چارواکو ویلي؛ دوی به د اسلامي امارت پر چارواکو فشار راوړي، چې د امریکا او نورو هېوادونو وګړیو ته له افغانستان څخه د خوندي تګ ډاډ ورکړي او تښتول شوی امریکایي تبعه مارک فریکس خوشې کړي.
راپور زیاته کړې، چې د امریکا دغه پلاوی به د اسلامي امارت له استازیو سره په خبرو کې له القاعده او نورو ترهګرو ډلو سره د اړیکو پر پرې کولو فشار راوړي او بشري مرستو ته د خلکو لاسرسی آسانه کړي.
زلمي خلیلزاد، چې له څو کلونو راپدیخوا یې په افغانستان کې د امریکا استازیتوب کړی؛ په دې ناسته کې به ګډون ونلري.
یوې سرچینې رویټرز ته د نوم د نښودلو پر شرط ویلي؛ دا ناسته د هغه عملي خبرو اترو لړۍ ده، چې مونږ له طالبانو(اسلامي امارت) سره د حیاتي ملي ګټو پر مسلو درلودې.
سرچینې دا هم ویلي: دا غونډه به دوی ( اسلامي امارت ) ته د مشروعیت او باور ورکولو په اړه نه وي. مونږ روښانه ویلي، چې مشروعیت باید د طالبانو (اسلامي امارت) د کړنو له لارې ترلاسه شي. دوی باید تلپاتې ډاډمنو هڅو ته زمینه برابره کړي.