سیمه ییز خبرونه
ټاکل شوې افغان ولسمشر د دوشنبې په ورځ اسلام اباد ته ولاړ شي
افغان ولسمشر د دوشنبې په ورځ پاكستان ته ځي څو د افغانستان د سولې په پروسه كې د دې هېواد همكاري جلب كړي. له تروريزم سره مبارزه، د خبرو مېز ته د طالبانو حاضرول او د طالب بنديانو خلاصون د ښاغلي كرزي د سفر په اجنډا كې شامل مسايل دي.
د افغانستان په بې ثباتۍ كې د پاكستان د څارګرې ادارې رول په وروستيو څو كلونو كې هغه اندېښنه ده، چې تل ورته افغان جګپوړو چارواكو ګوتې نيولي دي.
په همدې حال كې افغان حكومت تل هڅه كړې، چې پاكستان د افغانستان د سولې په پروسه كې همكارۍ ته برابر كړي كومه هڅه، چې تل له منفي پايلو سره پاى ته رسېدلې ده.
ولسمشر كرزي نولس ځله پاكستان ته سفرونه كړي او ټاكل شوې د دوشنبې په ورڅ ( د وږي ۴ ) بيا اسلام آباد ته ولاړ شي.
افغان ولسمشر اسلام آباد ته خپل تازه سفرمهم بللى او ويلي يي دي، تمه لري سفر يې مثبتې پايلې وركړي.
د پاكستان د لومړي وزير سلاكار سرتاج عزيز شاوخوا يوه مياشت وړاندې كابل ته د خپل سفر پر مهال ولسمشر كرزي ته د پاكستان د سفر بلنه وركړې وه، خو ښاغلي كرزي په هغه مهال ويلي و څو پورې، چې د پاكستان له خوا څرګنده اجنډا وړاندې نه شي، دې هېواد ته به ولاړ نه شي.
د افغانستان د بهرنيو چارو وزارت وياند جانان موسى زي د پاكستان د اجنډا په باب له څه ويلو ډډه وكړه، خو ويي ويل، افغان ولسمشر له يوې روښانه اجنډا سره پاكستان ته ځي.
بلخوا پوځي كارپوه جاويد كوهستانى وايي، اسلام آباد ته به د افغان ولسمشر تازه سفر كومه لاسته راوړنه ونه لري.
پاكستان ته د ښاغلي كرزي د سفر په درشل كې هندي چارواكو هم هڅه كړې، چې له افغان چارواكو سره ليدنې زياتې كړي.
حامد كرزي د شنبې په مازيګر د هند د بهرنيو چارو د وزارت له مرستيالې سوجيتا سنګ سره په كابل كې وكتل.
له دې هندې چارواكې سره د ليدنې پر مهال ښاغلي كرزي ويلي، افغانستان او هند ګډې ګټې لري، او دواړه هېوادونه له ګډ ګواښ سره هم مخامخ دي.