تازه خبرونه

ټاکل شوې ده، چې داکترعبدالله عبدالله پاکستان ته سفر وکړي

Published

on

(Last Updated On: لړم ۳, ۱۴۰۱)

پاکستاني رسنۍ د دغه هېواد د چارواکو په قول وايي، چې افغانستان او پاکستان د ډیورند کرښې په دواړو خواوو کې د توندلارو پر ضد د گډو عملیاتو پیلولو ته نژدې کېږي او ټاکل شوې ده، چې د عملیاتو پر تفصیل د خبرو لپاره د افغانستان اجرائيوي رييس داکترعبدالله عبدالله ژر پاکستان ته سفر وکړي.
د پاکستان دي نیوز ورځپاڼې راپور ورکړی، چې دا موضوع د افغانستان له ولسمشر اشرف غني او اجرائيوي ريیس عبدالله عبدالله سره د پښتنو ملتپالو گوندونو د مشرانو په غونډه کې یاده شوي ده.
محمود خان اڅکزي، آفتاب احمد خان شېرپاو او آفراسباب خټک په څو ورځې مخکې کابل ته سفر کړی و.

Trending

Exit mobile version